Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان-پاکستان تازه هوکړې؛ سوداګریزو اړیکو د ښه والي په موخه ستر ګام

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له پاکستاني پلاوي سره تر لیدنې وروسته وایي له پاکستان سره یې بېلابېلې سوداګریزې او اقتصادي هوکړې کړي دي.

نورالدین عزیزي وايي، له پاکستاني پلاوي سره په دوه ورځنیو ناستو کې د ډبرو سکرو او پنبې د صادراتو، له پاسپورټ پرته د دواړو خواوو د موټر چلونکو د تګ راتګ او سوداګریزو او ټرانزیټي ستونزو د حل په برخو کې هوکړې ته رسېدلي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست زیاته کړه: « د لاریو تګ راتګ دی چې له دې وروسته به د دواړو هېوادونو په خاوره کې په ازاده توګه تګ راتګ کوي، انشاالله له پاکستان سره به مو سوداګري زیاته شي، او زموږ ټرانزیټي مسایل چې د پاکستان له لوري ګرنټي شوې و او بانک ګرنټي وړاندیز شوی و  له منځه وړل شوي دي.»

له دې سره سم، کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافېر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویانده کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر د کابل-اسلام اباد د سوداګریزو اړیکو په ښه والي کې ګټور ګڼي.

کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافېر، عبیدالرحمن نظاماني وویل: « افغانستان ته د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال محمد خُرم آغا او مل پلاوي سفر په بریا سره پایته ورسېده. دغه سفر له افغانستان سره د ټرانزیټ، سوداګرۍ او نورو ګډو برخو کې د قوي اړیکو د رامنځته کولو لپاره د پاکستان د هڅو یوه برخه ده.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ممتاز زهرا بلوچ هم وویل: « دواړو لورو په دې کتنو کې د دوه اړخیزې ترجیحي سوداګرۍ د هوکړې، د نقلیه وسایطو د چلوونکو لپاره د لنډ مهالي سند د منلو او د سوداګرۍ او ټرانزیټ اړونده ستونزو ته د رسېدنې په تړاو خبرې شوې دي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د بندرونو تړل د دواړو خواوو پر سوداګریزو چارو منفي اغېز کړی او په خبره یې اوس افغان سوداګر د خپلو سوداګریزو چارو د پرمخ وړلو لپاره له بدیلو لارو ډېر کار اخلي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خانجان الکوزي په دې اړه څرګنده کړه: « هغه موضوع چې په تېر یوه کال کې ګواښوونکې وه، د بندرونو تړل وه سپین بولد او تورخم بندر شاوخوا څلور میاشتې بند وه چې سوداګرو ته یې په میلیونونه ډالره زیان ورسوه.»

په ۱۴۰۲ هجري- لمریز کال کې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو له سوداګریزو توکو بار ۴ زره د کانټینرونو درول او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو چارو پر وړاندې شته ستونزو افغان سوداګرو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي وو.

کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافېر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویانده کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر د کابل-اسلام اباد د سوداګریزو اړیکو په ښه والي کې ګټور ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه