Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ۲۰۲۴ کال کې ولې له ایرانه د صادراتو کچه د زیاتېدو په حال کې ده؟

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد ویلي چې، د روان زیږدیز کال په درې لومړیو میاشتو کې افغانستان له ایران سره د ۶۹۵ مېلیون ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه لرې ده.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې له دې ډلې ۱۴ مېلیون ډالره صادرات او ۶۸۱ مېلیون ډالره یې واردات جوړوي.

ایران ته د هېواد ډېری وارداتي توکي، مالوچ، کنجد، نخي تار، او ممیز وو او په همدې ډول سونګ توکي، برېښنا، سمنټ او روميان افغانستان ته د ایران تر ټولو ډېر وارداتي توکي دي.

اخندزاده عبدالسلام جواد وویل:«د ۲۰۲۴ کال د لومړۍ ربع په لړ کې ایران ته د افغانستان د صادراتو او وارداتو کچه د ۶۹۵ مېلیون ډالرو په ارزښت ده چې له دې منځه ۱۴مېلیونه ډالر یې صادرات دي او ۲۸۱ مېلیونه ډالر یې واردات دي.»

بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، هغه سوداګر چې تر دې وړاندې یې له اسلام اباده د اړتیا وړ توکي واردول، اوس یې تر ډېره د ایران وارداتو ته مخه کړې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوی رییس میرویس هوتک په دې هکله څرګنده کړه:«د ایران صادرات زیات شوي، یوازېنۍ لامل یې دا دی هغه سوداګر چې پاکستان ته به سوداګرۍ بوخت وو او له پاکستانه یې ډېر واردات لرل، اوس یې ایران ته مخه کړې او د ایران له لارې د افغانستان د خلکو اړتیاوې پوره کوي.»

بل پلو، د اقتصادي چارو شنونکي ټولو هېوادونو ته د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي او وایي چې له هېوادونو سره راکړه ورکړه د افغانستان په ګټه ده.

په هرات کې اسلام کلا بندر، په فرا کې د ابونصر فراهي بندر او په نیمروز کې د ورېښمو پله بندر د افغانستان او ایران ترمنځ رسمي بندرونه ګڼل کېږي. پر دې سربېره د هرات - خواف پر وسپنې پټلۍ پانګونه او له هغې نه دواړو هېوادونو ته د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره ګټه اخیستنه د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د دواړو هېوادونو د مسوولانو مهم ګاونه بلل کېږي.
 
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند زیاتوي چې له دې ډلې ۱۴ مېلیون ډالره صادرات او ۶۸۱ مېلیون ډالره یې واردات جوړوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه