Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندوز کې د کورنیو تولیداتو ملاتړ په موخه مشاعره ترسره شوه

 سپین زر دولتي شرکت د کندوز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ دې ولایت کې د شعر شپې په نامه مشاعره جوړه کړې.

دغه مشاعره چې یو شمېر شاعرانو، لیکوالو، سوداګرو او د کندوز اوسېدونکو پکې ګډون کړی و له کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه.

غوړي، کنجاړه، صابون، شامپو او کاغذي دستمالونه د سپین زر دولتي شرکت بنسټیز تولیدات دي چې دغه مشاعره کې نندارې ته وړاندې شول.

د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، مطیع الله روحاني وویل: « نن شپه مو هغه تولیدات چې دلته جوړیږي، نندارې ته وړاندې کړل، فکر کوم د د دغه پروګرام په لاره اچول به د سپین زر دولتي شرکت د تولیداتو پر بازارموندنې ښه اغېزه وکړي، په راتلونکي کې خلک د سپین زر دولتي شرکت له تولیداتو خبریږي او په بازارونو کې دغه محصولات په ښه بیه خرڅیږي.»

د کندوز سپین غر دولتي شرکت عملیاتي مرستیال، نایید فرخاري هم وویل: « د سپین زر دولتي شرکت په نړۍوال معیار برابر او ښه کیفیت لرونکي لس قلمه توکي هېوادوالو ته ور وپېژندل شول، او له هېوادوالو مو هیله ده څو د پېرلو پر مهال له سپین دولتي شرکت سره مرسته وکړي.»

د مشاعرې ګډونوال له کورنیو تولیداتو ملاتړ د هېواد اقتصادي ودې لپاره اغېزمن بولي.

د مشاعرې ګډونوال، سهراب وویل: « خلک باید پوه شي چې د سپین زر دولتي شرکت تولیدات غوره دي او هغه شیان چې په بهر کې پلورل کیږي، له هغو د سپین زر دولتي شرکت تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي، هم ارزانه دي او هم ښه کیفیت لري.»

د مشاعرې یو بل ګډونوال، سیدګل سلطاني هم وویل: « له مخکې خبر نه وم چې د سپین زر دولتي شرکت دومره تولید لري، نن شپه مو ولیدل او له خلکو غواړم څو د سپین دولتي شرکت له تولیداتو کار واخلي څو د هېواد اقتصاد پرمختګ وکړي.»

د اسلامي امارت د بیاځلې واکمنېدو وروسته په کندوز کې د سپین زر دولتي شرکت له کلونو ځنډ وروسته بیاځلې فعال شو او دا مهال له لسو ډېرو تولیدي برخو کې فعالیت لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه