Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اروپایې ټولنې د کرنې په برخه کې څه باندې ۲مېلیونه ډالره مرسته کوي

اروپایې ټولنې په افغانستان کې د"دکرنیزو توکو د څېړنې بنسټونو د ظرفیت لوړوَنې بنسټونو" سره د ۲ میلیونو او ۵۰۰ زره امریکایې ډالرو مرسته کوي.

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت چارواکي وايې چې د دې مرستو پر مټ به په هېواد کې د کرنې حوزو تر پېژندګلوي وروسته کرنیزې ټکنالوژۍ ته وده ورکړل شي.

د یاد وزارت مرستیال، فهیم ضیایي وایې چې د"دکرنیزو توکو د څېړنې بنسټونو د ظرفیت لوړوَنې بنسټونو" پروګرام د ملګرو ملتونو د خوړو بنسټ او داروپایې ټولنې په مرسته پلی کېږی.

ښاغلی ضیایي زیاتوي:«دم‎کړۍ زموږ بزګران په دودیزه توګه کرنه کوي چې له شک څخه پرته اقلیمي بدلون د هغوی د تولیداتو په کموالي اغېزه کړې ده.له نویو لارو چارو سره ټولې راتلونکي زیانونه وړاندوینه کېږي.ترڅو بزګر د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو څخه په امن کې وي.»

په همدې حال کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراک څانګې استازی، تومیو شیچیري څرګندوي:«له دې مرستو دوې ډلې ډېره ګټه کوي، لومړۍ هغه کروندګر چې د کرنې د څار له کړن‎لارو ګټه پورته کوي، دوهم د کرنې وزارت د کارکوونکو کاري ظرفیتونه لوړیږي.»

همداراز د اروپایې ټولنې استازی، ګبریل لیونته وایې چې تر اوسه د دې ټولنې د ۳ میلیارډه ویور له دلې نیم میلیارډ یې د کرنې په برخه کې لګول شوي دي.

ګبریل زیاتوي:«اروپایې ټولنه ژمنه ده چې خپلې مرستې د افغانستان له کرنې برخې سره پراخې کړي. لکه څنګه چې ویل کېږي او په بروکسل ناسته کې هم وویل شول چې په افغانستان کې کرنه یو لومړي‎توب دی.»

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت د شمېرو له مخې ۴ سلنه خلک اوس‎مهال پر کرنې بوخت دي، خو بېلابیلې ستونزې لکه د کرنې په برخه کې د تخنیکي وسایلو نشتوالي له  امله یې عواید کم دي.

شریک یي کړئ