ازبکستان د هېواد په شمال کې د وروستیو سېلاوونو له کبله بې ځایه شویو کورنیو سره د درې زره ټنه غنمو مرسته وکړه.
د مرستو دا بسته پرون سهشنبه( د غبرګولي۱۵مه) د حیرتان بندر کې افغان چارواکو ته تسلیم شوه.
د ازبکستان د ولسمشر استازي دا مرستې افغانستان لپاره د خپل هيواد د نیک نیت ښکارندويي وبلله او زیاته یې کړه ازبکستان له افغانستان سره نورو مرستو ته هم ژمن دی.
د ازبکستان د ولسمشر استازی، عصمتالله ایرګشوف له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټينګار سره څرګندوي:«باور ولرئ چې د ازبکستان خلک تل له تاسو سره دي، اوږه په اوږه یوو او هڅه کوو چې ژر ترژره د افغانستان په خاوره کې سوله راشي.»
بلخوا د افغانستان د کرنې وزیر هم دغه مرستې ستایلي او زیاته کړې یې ده:«دا مرستې په داسې حال کې افغانستان ته رسېدلي چې د شمالي ولایتونو خلک سختې وچکالۍ او خونړیو سیلابونو ځپلي دي.»
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی وایي، سږکال د شمالي ولایتونو ډیری اوسیدونکي د سیلابونو او وچکالۍ له کبله زیانمن شوې دي.
سمنګان او سرپل ولایتي شوراګانو غړي په داسې نازکو حالاتو کې دا ډول مرستې ګټورې بولي او د دغو مرستو پر دوام ټینګار کوي.
د سمنګان ولایتي شورا غړې، خاتون شېرزوی څرګندوي:«داسې حال کې چې هېواد کې وچکالي خلک ګواښوي او ویره ده چې د لومړنیو خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ شي، بیا هم دوست هېواد ازبکستان له موږ سره مرسته وکړه.»
همداراز د سرپل ولایتي شورا غړې، معصومه رمضاني زیاتوي:«نوی پړاو د افغانستان ازبکستان ترمنځ سوداګریز او اقتصادي دی، هیله لرو چې دا اړیکې له دې هم ډېرې کلکې شي.»
د ازبکستان د ولسمشر استازي ویلي، تاشکند په افغانستان کې د امنیت په ټینګښت، په سوداګرۍ کې د اسانتیاو په رامنځته کیدو او د بریښنا د بیې د کمیدو هڅه کوي.