Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان او هند ګډه اقتصادي ناسته جوړوي

افغانستان کې د افغان اوهندي سوداګرو اړیکو پراختیا، افغانستان کې د هندي سوداګرو پانګې زیاتوالی په موخه غونډه جوړیږي چې افغان سوداګرو یوه لویه ډله به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله وویل چې په ناسته کې به د افغانستان او هند د سوداګریزو اړیکو په پراختیا هم خبرې وشي.

دی زیاتوي، په دې غونډه کې به یو شمېر امریکايي پانګه وال هم ګډون وکړي.

عبدالله وویل:«په دې ناسته کې افغانستان ولایتونو کې د هند پر پروژو خبرې اترې وشي او د موکو او ستونزو هوارۍ په اړه هم خبرې وشي.»

په همدې حل کې د امریکا سفارت دا ناسته د امریکا او هند ژمنو او د افغانستان راتلونکې لپاره مهم بولي.

په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست، هوکو لارنس زیاتوي:«د افغانستان او هند اقتصادي ناسته به د سپټمبر پر ۲۷مه ډيلي کې ترسره شي او ښکاري چې د هند او امریکا ژمنې د افغانستان راتلونکې لپاره دي او په دې ناسته کې په سوداګریزې موکې رامنځته کړو.»

دسوداګرۍ اوصنایعو خونې مسولین د دغه نندارتون د جوړیدو ستاینه کوي او وايي، د هیواد غالۍ صنعت په برخه کې همکاري، هند ته د توکو صادراتو زیاتوالی په درمل جوړونه کې د هندی شرکتونو د پانګه ونې په تړاو به ددغو دواړو هیوادونو چارواکو خبري وکړي.

د یادو خونو مرستیال، خانجان الکوزی زیاتوي:«په دې ناسته کې به د افغانستان تولیداته هم نندارې ته وړاندې شي او موږ هڅه کوو چې په دې خبرو اترو کې له هند سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړو.»

په همدې حال کې یو شمیر صنعت کاران وايي، نړیوالو  بازارونو ته د افغانستان توکو صادرولو په موخه دې یو تل پاتې یومرکز جوړ شي.

دغه غونډه د امریکا پراختیا يي ادارې په همکارۍ سره جوړیږي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسولینو په وینا، په سوداګریزه راکړه ورکړه کې دهند مهم رول په تړاو باید افغان سوداګرو ته ډيرې اسانتیاوې براتبره شي

شریک یي کړئ