Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان د کاغذ د چاپ په برخه کې ځانبسيا شوی دی

د هيواد د صنايعو ټولنې مسوولین وايي د ټاکنو په رارسيدو سره دولت بايد د هيواد د چاپ له صنعت څخه ملاتړ وکړي او د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو کانديدان بايد په هيواد کې د خپلو تبليغاتي پاڼو د چاپ لپاره وهڅوي.

بلخوا د هيواد د چاپي مرکزونو خاوندان هم د ټاکنو له خپلواک کميسيون او د انتخاباتو له کانديدانو غواړي چې د هيواد له چاپي خدمتونو څخه ګټۀ واخلي.

په داسې حال کې چې په هیواد کې د چاپ صنعت په لوړو کیفیت او عصري خدماتو د ځان بساینې په لور روان دی خو د هیواد د چاپ خونو یو شمیر مالکان وايي چې د دولت د بې پروګرامۍ له امله د هیواد وګړي تر اوسه هم د متحده عربي اماراتو، پاکستان، ایران، چین او هند له چاپ خانوکار اخلي.

دا چاپ خونه چې د کابل په صنعتي پاکونو کې ده، د ، سي تي پي، په عصري ماشینونو سمبال ده چې داشان ماشینونه آن په ګاونډیو هیوادونو کې نشته، چې په یو ساعت کې د دیرش زره پاڼو د چاپ وړتیا لري.

د یوې چاپ خونې مسوول، نوید وايي:«موږ په لوړو معیارونو او کمو بیو سره د چاپي خدمتونو د وړاندې کولو وړتیاوې لرو، زموږ پر خامو توکو باندې چې موږ یې له بهر څخه را وارد کوو ګمرکي تعرفه وضع ده، خو په پخو توکو، کتابونو او کتابچو باندې ګمرکي تعرفې نشته.»

بلخوا د چاپ خونو یو شمیر مسلکي کارګران له حکومت څخه غواړي تر څو په هیواد کې د چاپي صنعت لپاره د لارې په اورولو سره ډیرو ځوانانو ته دکار زمینه برابره کړي.

په همدې حال کې د هیواد د صنایعو اتحادېې چارواکي وايي چې افغانستان د کاغذ پر مخ د چاپ په برخه کې په ځان بساینې ته رسیدلی دی او حکومت باید په دې برخه کې پر خپلو پروګرامونو بیا کتنه وکړي.

د افغانستان د اتحادیو ریس، شیرباز کمین زاده وايي:«موږ پوهیږو ټول صنایع پر چاپي صنایعو پورې تړلي دي، له همدې امله افغان حکومت باید له چاپي صنعت څخه د ملاتړ په برخه کې ډیر کار وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د تیر پړاو په ټاکنو کې د هیواد د کاندیدانو لخوا د کابو شلو میلیونو ډالرو په ارزښت تبلیغاتي پاڼې له هیواده بهر چاپ شوې. ویل کیږي چې اوسمهال پر دولتي چاپ خونو سربیره کابو یوسل او پنځوس خصوصي سترې او کوچنۍ چاپ خونې فعالیت کوي.

fghan Printing Industry Now Self-Sufficient

د هيواد د صنايعو ټولنې مسوولین وايي د ټاکنو په رارسيدو سره دولت بايد د هيواد د چاپ له صنعت څخه ملا

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه