د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې د بازارونو د تړلو پاتې کېدو له امله خصوصي برخې ته د ورځې تر ۲ مېلیونه ډالره زیان رسېدلی دی.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی ټینګار کوي چې د دغه وضعیت دوام د هېواد د سوداګرو لپاره اندېښمنونکی دی.
هغه په دې اړه وویل:«دا یې لاره نه ده چې ټول ښار تړي؛یوه اوونۍ د کابل او خصوصي سکټور لپاره د نه زغملو وه او دا د خصوصي سکټور جدي اندېښنه ده او سوداګر یې اندېښمن کړي دي.»
په همدې حال کې په کابل ښار کې ځینې سوداګر او هټۍ وال وايي چې د بازارونو تړلي پاتې کېدو سوداګرو ته د زیان رسولو ترڅنګ د خوراکي توکو د لوړېدو لامل هم شوی دی.
یوه سوداګر زمان الدین څرګنده کړه:«ټول مالونه چې رسېدلي دي په دروازو کې د حکومت له خوا درول شوي او نه شي کولای بازار ته ننوځي؛له همدې امله د توکو پر بیه یې اغېزه کړې ده. او همدارنګه خصوصي سکټور او سوداګرۍ ته زیان رسولی دی.»
له یوې اوونې وروسته د پنجشنبې په ورځ(د غبرګولي په ۱۸ مه) یو شمېر بازارونه پرانیستل شول خو تر اوسه هم ځینې هټۍ تړلې دي.
هغو کسانو چې هټۍ یې پرانیستې دي د پلور او پېر له کموالي خبرې ورکوي.
یو له دغو هټۍ والو شیرزي وویل:«خلک نهراځي چې څه واخلي،پلور نهشته د بازار وضعیت ډېر خراب دی.»
اخوا د پلازمېنې اوسېدونکي وايي چې د خوراکي توکوبیې څو برابره لوړې شوي دي.
د کابل اوسېدونکي عبدالواحد په ډاګه کړه:«خلک ډېرې ستونزې لري،د هر څه بیه لوړه شوې ده.له دې وړاندې یو څیز په یولس نیم سوه وه اوس په دولس نیم سوه شوی دی.»
په کابل کې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې له مرګوني برید او په دې اړه د اعتراضونو له دوام څخه وروسته، ډېری واټونه د تګ راتګ پر مخ وتړل شول چې هېوادوال په سختۍ سره کولای شي له یوې سیمې بلې سیمې ته تګ راتګ وکړي.