Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مسو عینک کان فني څېړنې یو کال وخت ته اړتیا لري

د مسو د عینک کان فني او اقتصادي څېړنې یو بل کال ته اړیتا لري.دغه څېړنې شپږ میاشتې وړاندې د چینايي «ام سي‎سي»له خوا حکومت ته سپارل شوې دي.په هغه وخت کې د دغه وزارت ویاند که‎څه هم د دغې طرحې له ژر تر ژره څېړنې څخه خبر ورکړی وه.

د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي چې د دغو څېړنو په پایله کې د مسو د عنیک کان د تړون په اړه به پرېکړه وشي.

په همدې حال کې په طبیعي سرچینو د څار بنسټ،په دې برخه کې د کانونو وزارت له پڅ کار څخه نیوکه کوي او وايي چې د کانونو په وزارت کې په لنډ مهال کې د دغو څېړنو د ترسره کولو لپاره ناتواني او د اړین ظرفیت نشتوالی، په دغې برخه کې د ستونزو د زیاتوالي لامل شوی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند ذبیح الله سروري وايي:«موږ د کان اقتصادي او فني څېړنې پیل کړي دي؛له څېړنې څخه وروسته،حکومت به پرېکړه وکړي چې د عینک د مسو کان پروژه آیا د«ام‎سي سي شرکت»ته ورکړي شي که نه یوه بل شرکته.»

دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي چې د ام سي سي، چینايي شرکت حاضر نه دی د مسو د عینک د کان د هوکړې په چوکاټ کې د ډبرو د پروسس د سترې فابریکې جوړول او د هېواد په ریل پټلۍ پانګونه وکړي.

په طبیعي سرچینو د څارنې شبکې غړي د کانونو وزارت د وړتیا کموالی د دغو ستونزو د رامنځته کېدو لامل بولي.

په طبیعي سرچینو د څار بنسټ غړی ابراهیم جعفري وايي:«اوس د کانونو په وزارت کې وزیر شتون نه‎لري او دا په خپله په پروژره کې د پڅ کاري لامل شوی دی او د مسو عینک او د هېواد د نورو سترو کانونو د مدیریت د نشتوالي له امله دغه کانونه په بې برخلیکه توګه پاتې دي او دا وضعیت د اندېښنې وړ دی.»

د مسو د عینک کان اقتصادي او مسلکي څېړنو په ترسره کېدو سره، به حکومت په دې اړه پرېکړه وکړي.

یو شمېر کارپوهان د اقتصاد له وزارت څخه غواړي چې له ام سي سي شرکت سره د خبرو د پیل په موخه له پیاوړي دریځ څخه خبرې وکړي.

شریک یي کړئ