مالي نړیواله اداره د کابل په استالف ولسوالۍ کې د ممیزو د پروسس د یوې کارخونې د جوړولو لپاره د ۳ مېلیون ډالرو مرسته کوي.
نړیوال بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د مالي نړیوالې ادارې په خوا کې، د څو اړخیزو پانګونو د تضمین اداره هم؛ د دې فابریکې بیمه کولو کې ۷ مېلیونه او ۸ سوه زره ډالر مرسته کوي.
په ورته وخت کې د کرنې او اوبو لګونې وزارت وايي کابل کې د ممیزو د پروسس دې لویې فابریکې جوړولو سره، د ممیزو تولید او صادارتو زیاتوالي مرسته کوي.
افغانستان هر کال یو مېلیون او سل زره ټنه انګور تولیدوي او په هېواد دننه یې د ممیزو د تولید و پروسس لپاره هم ښه فرصت برابر دی.
اوسمهال نړیوال بانک مسوولین وایي، نړیواله مالي اداره د کابل په استالف ولسوالۍ کې د ممیزو د پروسس یوې کارخونې جوړولو لپاره دری مېلیونه ډالره مرسته کوي.
په خبر پاڼه کې راغلي چې د دې کار خونې د بیمې لپاره د پانګونې د تضمین اداره هم اوه میلیونه اته سوه زره ډالر مرسته کوي.
د کرنې او اوبو لګولو وزارت مسوولین وايي، دا کارخونه د بڼوالو لپاره خورا ګټوره ده.
د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند اکبر رستمي په دې اړه وویل:«د کرنې وزارت د کروندګرو د تقویت په موخه د ممیزو د سلګونو خونو د جوړولو ترڅنګ، خصوصي برخې ملاتړ کوي چې د ممیزو کارخونه جوړه کړي ترڅو بڼوالو ته اسانتیا رامنځته کړي.»
د اقتصادي چارو کار پوهان په هېواد کې د ممیزو د پروسس لپاره د زیاتو فرصتونو په تړاو وايي، که حکومت په دې برخه کې لازمه زمینه سازي وکړي له دې لارې به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د اقتصادي چارو کار پوه عبدالواسع حیدري په دې اړه وویل:«د ممیزو د پروسس کارخونو د داشان پروژو جوړېدل د دې لامل کېږي چې د کروندګرۍ د ارزښت زنځير رامنځته شي او له دې لارې بزګر ځان بساینې او ودې ته ورسېږي.»
د کرنې وزارت د چارواکو په وینا، سږکال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۵۰ د ممیزو کارخونې جوړوي.
تمه ده چې حکومت به دا کارخونې د خصوصي سکټور په همکارۍ جوړې کړي چې ورسره به د هېواد د ممیزو د صادارتو کچه هم لوړه شي.