Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات د ګمرک په عوایدو کې د فساد له امله ۳۰ سلنه کموالی راغلی

د هرات د ګمرک چارواکي وايي، چې «د پراخ فساد او د هرات له ښاره د اسلام کلا بندر ته د ګمرک بې وخته لېږد» د دې لامل شوی چې سږکال د دغه ګمرک په عوایدو کې ۳۰ سلنه کموالی رامنځته شي.

د هرات د ګمرک مسوولان وایي چې پروسږکال د هرات ګمرک د څه باندې ۲۱ مېلیارده افغانۍ عواید لرلي دي؛ خو سږکال چې د مالي کال پایته رسېدو ته یوه میاشت پاتې، څه باندې ۱۶ مېلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي.

د دغه ګمرک چارواکي د اسلام کلا بندر ته د هرات د ګمرک بې وخته لېږد؛ اداري فساد او له ایران نه د وارداتو کموالی د هرات د ګمرک په عوایدو کې د کموالي له اصلي لاملونو بولي.

د هرات ګمرک رییس عبدالصمد  ستانکزی په دې اړه وايي:«کله چې ګمرک اسلام کلا ته ولېږدول شو، کسر رامنځته شو.»

خو د ګمرکونو د عوایدو مرستیال ولید تمیم په دې تړاو داسې وایي:«ګمرکي بندر ته د محصولي بندر لېږد باید د فساد کموالی له ځان سره ولري، چې له همدې امله، د مالیې محترم وزارت محصولي بندر یې ګمرکي بندر ته ولېږدوه.»

د هرات ولایت د ګمرک رییس په دې اداره کې پراخ فساد مني او وایي چې اوس هم د دې ادارې  لوړه سلنه عواید حیف و میل کېږي.

د هرات ګمرک رییس عبدالصمد  ستانکزی وايي:«کره مالومات لرم چې د جنس بدلون په پراخه کچه ترسره کېږي، حتا داسې توکي وو چې په موټر کې یو جنس بار و - چې محصول یې څه باندې دوه سوه زره او درې سوه زره افغانۍ باید وای، خو د سمنټو په اموالو محصول شوی چې درې زره افغانۍ یې محصول اخیستی دی.» 

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسووولان وایي چې د اداري فساد او د اسلام کلا په ګمرک کې د امکاناتو د نشتوالي له امله د دغه ولایت سوداګر خپل وارداتي توکي د فراه ولایت له بندرونو واردوي.

د اقتصادي چارو یو شمېر شنوونکي د هرات په ګمرک کې د پراخ فساد شتوالی له یو شمېر جګپوړو حکومتي چارواکو سره په تړاو کې بولي او وايي تر هغه چې له ګمرک نه د صلاحیت لرونکو حکومتي چارواکو او زورواکو لاس لنډ نه شي؛ په دغه ګمرک کې به له اداري فساد سره مبارزه کومه ګټه ونه لري.

د اقتصادي چارو کارپوه احمد سعید عظیمیان وايي:«هغه کسان چې په خپله مالیې وزارت کې، په هرات ولایت کې او په خپله ګمرک او هغه مشران چې په په سرحد کې دي؛ ټول د یوې مافیايي او خطرناکې کړۍ په توګه دي.»

د هرات ګمرک نږدې اته میاشتې وړاندې د هرات له ښار نه د اسلام کلا بندر ته ولېږدول شو، ویل کېږي چې په دې موده کې د دې ادارې عواید کم شوي دي.

د سږکال په اوږدو کې د افغانستان د لومړي درجې ګمرک په عوایدو کې څه باندې دیرش سلنه کموالی راغلی دی.

شریک یي کړئ