Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات هوایي ډګر په اساسي ډول بیارغول کیږي

د هرات والي د دوشنبې په ورځ وویل، چې د دې ولایت هوایي ډګر د ایټالیا او اسپانیې په مالي مرستې سره په اساسي ډول بیارغول کیږي.

نوموړی وایي، چې د یاد هوایي ډګر بیا رغونه له څلورو تر اوو میلیونه ډالره لګښت غواړي.

د هرات والي وايي چې د دغه ولایت د بیارغاونې په اړه یې د ایټالیا د سفارت له چاواکو سره خبرې اترې کړي دي او تیره ورځ د ایټالیا لومړي وزیر هم ټینګار کړی دی چې هېواد به یې د هرات هوايي ډیر له نړیوالو معیارونو سره سم جوړ کړي.

نوموړی وايي چې اسپانیا به هم په دې پروژه کې له ایټالیا سره په ګډه کار کوي .

د هرات والي، سید فضل الله وحیدي وایي: «دا هرات نړیوال هوایي ډګر به بیا ورغول شي، چې د ځغاستې لیکه به ولري، کوم څه چې د یوه نړیوال هوایي ډګر لپاره اړین دي همداراز د مسافرانو لپاره د خدمتونو د عرضې په برخه کې هم آسانتیاوې رامنځته کیږي.»

د هرات ولایت نړیوال هوايی ډګر چې د افغانستان یو له تر ټولو لویو او لومړنیو هوايي ډګرونو څخه دی، چې د دې ولایت د سویل په دیارلس کیلومټرۍ کې د ګذرې په ولسوالۍ کې موقعیت لري، خو په دغه هوايي ډګر کې تجهیزات او خدمتونو له لازمو معیارونو سره برابر نه دي.

د هرات والي د دوشنبې په ورځ وویل، چې د دې ولایت هوایي ډګر د ایټالیا او اسپانیې په مالي مرستې سره پ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه