د مخابراتي خدمتونود تنظیم ادارې (اټرا) د رسمي لیکونو پر بنسټ چې خواله رسنیو ته رسېدلي ټاکل شوې ده چې په هېواد کې د «واسټاپ او ټېلګرام» ټولنیزو شبکو د ځینو کاروونکو حسابونه د ۲۰ ورځو لپاره وتړل شي.
کهڅه هم د مخابراتو وزارت پر ټولنیزو شبکو د دغو بندیزونو وضع کول په امنیتي مسایلو پورې اړوند بولي، خو د هېواد ځینې خبریالان او هېوادوال وايي چې له ټولنیز او خواله رسنیو څخه د مخالفو وسلهوالو د استفادې د مخنيوي لپاره باید پر ټولنیزو شبکو څار زیات شي.
خبریال اسماعیل جهانګیر په دې اړه وویل:«حکومت باید په دې اړه د رسنیو په واک کې ډېر جزییات ورکړي ترڅو موضوع روښانه شي چې دغه بندیزونه له کوم اړخه دي.»
په همدې حال کې، د رسنیزو چارو کارپوهان کهڅه د اټرا ادارې دغه اقدام د بیان ازادۍ لپاره زیان بولي، خو وايي کهچېرې دا موضوع د لنډمهال او د امنیتي ستونزو د حل لپاره وي حکوت باید د رسنیو په واک کې ډېر توضیحات ورکړي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غړی صدیق الله توحیدي په ادې اړه څرګنده کړه:«پر ټولنیزو شبکو بندیزونه د بیان ازادۍ پر خلاف کار دی او باید ترسره نهشي. حکومت باید په دې اړه ځواب ویونکی وي.»
بلخوا د ولسي جرګې ځينې غړي، پر ټولنیزو او خواله رسنیو بندیزونه د امنیتي ستونزو لپاره بنسټیزه حل لاره نه بولي او وايي چې دا کار به د دې لامل شي ترڅو حکومت په تدریجي ډول په دې برخې او حتا پر رسنیو ډېر بندیزونه ولګوي.
د ولسي جرګې غړی رمضان جمعه زاده په دې اړه وايي:«د ټولنیزو شبکو د کار درول باید د ناامنیو د مخنیوي د وسلې په توګه ونه کارول شي. حکومت باید نورې بدیلې لارې ولټوي، ترڅو د دولت د مخالفو وسلهوالو له خوا د دغو ټولنیزو شبکو د ناوړه استفادې مخنیوی وکړي.»
په هېواد کې د انټرنېټي خدمتونو پراختیا ته په پام سره، د ټولنیزو شبکو د کارونوونکو شمېر هم مخ په زیاتېدو دی.