د پکتيا ولايت په وزې ځدراڼ ولسوالي کې د برېښنا سب سټېشن د کارونو څو ځله ځنډېدو سره، بالاخره یاد سب سټیشن پرانيستل شو، چې د یادې ولسوالۍ په ګډون به د خوست دوه مندې ولسوالي اوسېدونکو ته هم ترې برېښنا ورکړل شي.
دغه سب سټیشن د نېږدې دېروشو میلیونو ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.
د پکتيا والي شميم خان کټوازي زیاتوي:«ياده پروژه دېرش ميليونه امريکايي ډالر لګښت راغلی، چې د یو اس ارمي لخوا ورکول شوي دي.»
کټوازی وايي هڅه يې دا ده چې د وزې ځدراڼ، شواک، ګردې څېړۍ او د خوست ولايت د سيدخېلو سيمې اړوند کورونو ته په ټاکل شوي وخت برېښنا ورسول شي.
د پکتيا د برېښنا رئيس نصرت الله څرګندوي:«لارې بندې وې، خو سره له هغې هم موږ ته تجهیزات رسېدلي دي، نور به د کمښت ستونزې هوارې شي.»
خلک د سب سټېشن په پرانيسته خوښ دي او له اړوندې ادارې غواړي چې په سم کيفيت د برېښنا د پايو او مزو غځولو کار بشپړ او دوی ته برېښنا ورکړي.
د پکتیا ولایت اوسېدونکی، ګل محمد څرګندوي:«د دوی کارونه له ځنډ سره مخامخ شوي دي، د دوی نه دا غوښتنه کوو چې هوارې شي، زما له نظره د شرکت کارونه په معیار برابر نه دي.»
د پکتیا بل اوسېدونکی، عبدالروف ځدراڼ زیاتوي:«موږ پر داسې کارونو خوشاله کیږو، او دا ډېره ښه خبره ده.»
دا پروژه په داسې حال کې پلې کیږي چې اوس مهال ان د پکتیا په مرکز کې هم ډېرې کورنۍ برېښنا نلري.