د کانونو وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې ډير ژر به د کابل - مزارشریف او کابل - تورخم د لارې د جوړولو په اړه فني څيړنې پیل شي
دې وزارت زیاته کړه چې دا دوه کرښې به چې ۹۲۱ کیلومتره به وي او چینا ریلوې چینايي شرکت لخوا به یې فني څيړنې وشي د کابل - مزار لاره به د غوربند د درې او نایب آباد له لارې او مزار به د حیرتان له لارې سره ونیښلوي.
دا وزارت وايي چې دا پروژې د لوګر د مس عینکو د پروژې یوه برخه ده او دا دوه کرښې به د چین ام سي سيش شرکت چې د دې کان را ویستنې چارې ور په غاړه دي جوړوي.
د دې وزارت ویاند جواد عمر وویل:« د داوطلبي چارې د ام سي سي شرکت کړي دي او د چینا ریلوې ګټونکی شوی دی دا شرکت د افغانستان له غرض سره بلد دی او مخکې یې هم یو شمېر سړکونه جوړ کړي دي.»
دا وزارت وايي چې ددې کرښې لګښت به تر فني څيړنو وروسته وټاکل شي ویل کیږي چې دا لار به تر ۲۰۱۴ کال پورې جوړه شي چې په بشپړیدو سره به یې په هیواد کې سوداګري ښه شي.
په دې اړه مو اندونه