د افغانستان د څښاکو تولیدي شرکت د پیپسي له نړیوال شرکت سره د یوه تړون پر بنسټ په افغانستان کې خپلې پانګونې زیاتوي.
د دغه تړون پر بنسټ د افغانستان د څښاکو تولیدي شرکت د غیرالکولي څښاکو په برخه کې په لسګونه ملیونه ډالره پانګونه کوي.
له بلې خوا د پیپسي شرکت چارواکي وایي چې له افغانستان څښاک توکو شرکت سره د تړون په لاسلیکولو سره به افغانستان کې د غیر الکولي څښاکو د تولید او پراختیا لپاره زمینه برابره شي.
د افغانستان د څښاک توکو شرکت له پیپسي نړیوال شرکت سره تړون لاسلیک سره به سربیره پر دې چې په هېواد کې ځوانانو ته د کار موکې برابرې شي، له نورو هېوادونو به افغانستان ته د غیر الکولي څښاک توکو د وارداتو مخنیوي هم وکړي.
د پيپسي شرکت یو تن چارواکی وایي:"دا مشارکت نه یواځې د پیپسي شرکت بلکې د افغانستان لپاره هم مهم دی، اوس د پیپسي شرکت هڅه کوي د نړۍ له ډېرو مهمو شرکتونو سره همکاري ولري. له همدې امله موږ غواړو په افغانستان کې دمعدني اوبو د تولید یوه مخکښ شرکت سره همکاري پیل کړو او موږ هڅه کوو په افغانستان کې د بیلابیلو څښاک توکو په برخه کې همکاري وکړو."
د افغانستان څښاکو شرکت یو تن چارواکی، نعمت وایي:"په دې هوکړه کې، تخنیکي کارکوونکو شمېر ۵۰۰ کسانو ته رسېږي او په غیر مستقیم ډول ۲۰۰۰ کورنیو ته به د کار زمینه برابره شي."
له بليخوا، ویل کیږي چې د امنیتي ستونزو په پام کې نیولو سره، د افغانستان د څښاک توکو شرکت د پانګونې پراختیا مهمه بلل کیږي.
په دوبۍ کې د افغانستان قنسلي برخې چارواکي وايي، هڅه کوي د نړۍ له مهمو شرکتونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.
په دوبۍ کې د افغانستان قنسل، عبدالصمد وایي:"موږ له افغان سوداګرو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوو. دا هوکړه د افغانستان لپاره مهمه ده."
په همدې حال کې په دوبۍ کې د افغانستان د سوداګرو د اتحاديې رئیس د افغاني شرکت او پیپسي نړیوال شرکت ترمنځ همکاري د افغانستان لپاره مهمه بولي.
په دوبۍ کې د افغانستان د سوداګرو د اتحاديې رئیس، عبیدالله صدرخېل وايي:"دا هوکړه د افغانستان او د افغانستان خلکو لپاره مهمه ده او دوی به د کار زمینه برابره کړي."
ویل کیږي په هېواد کې د سوداګرۍ د پراختیا او د ګډو شرکتونو په جوړیدو سره له یوې خوا پانګونه پراخیږي له بل لوري خلکو ته د کار زمینه هم برابریږي.
په دې اړه مو اندونه