پاکستاني راسنیو د راپور له مخې دې چې افغانستان له دې هېواد سره په یوه اړخیزه توګه سوداګریزه ناسته ځنډولې ده.
د دې رسنیو د راپور له مخې، ټاکل شوې وه د اپتیکا یا د افغانستان پاکستان ترانیزي او سوداګریزه غونډه د دواړو هېوادونو ترمنځ ډېر ژر جوړه شي.
ویل شوي دي چې کابل د اپتکا په ناسته کې له ګډون کولو ډډه کړې ده.
د پاکستان ډان ورځپاڼې ویلي دي چې دا غونډه په داسې حال کې ځنډول کیږي چې د تېرکال په پرتله سږکال افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کچه ۲۷ سلنه کمه شوې ده.
د راپورونو له مخې په ۲۰۱۰ ـ ۲۰۱۱ زیږدیزو کلونو کې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۲،۴ میلیارډه ډالر وو او په ۲۰۱۲ او ۱۳ کلونو کې هم همدا اندازه اټکل شوی دی، خو په ۲۰۱۵ ـ ۲۰۱۵ زیږدیز کلونو کې دا اندازه ۱،۴۳ میلیارډو ته راټیټه شوې ده.
په راپور کې راغلي دي چې د روان زیږدیز کال په جولای او اګسټ میاشتو کې صادرات ۲۳۱،۴۷ډالره ثبت شوې ده او د کال تر پایه ښایي یو میلیارډ شي.
دې ورځپاڼې ویلي دي چې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت دا پرېکړه کابل کې د پاکستان عالي کمېسیون له لارې اعلان کړې ده.
د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي