Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په افغانستان کې د غالیو کار له رکود سره مخ دی

په افغانستان کې د غالیو د اوبدنې مسولین وايي چې په تیرو دوو کلونو کې د غالیو تولید ۷۰ سلنه کم شوی دی.

دوی ددې تولیداتو د کموالي له امله د اندیښنې څرګندولو په ترڅ کې وویل چې دولت ورته هیڅ پاملرنه نه ده کړې.

دا مسولین وايي چې د خامو توکو د بیې ټيټ والی او د اسانتیاوو نه شتون د دې لامل شوی دی چې د غالیو تولید کم شي، او یو ډير شمېر غالۍ اوبدونکو له دې کاره لاس اخیستی دی.

د کابل د غالیو د اوبدنې د اتحادیې رییس محمدهادي وویل:« متاسفانه دولت په تیرو لسو کلونو کې په دې برخه کې هیڅ نه دي کړي او تر دې وروسته مې هم کوم باور پرې نشته دی.»

افغان چارواکي وايي چې هر متر افغاني غالۍ تر اتو زرو ډالرو پورې خرڅيږي.

د سوداګري خونه وايي چې د کلدارو پر وړاندې د افغانۍ د بیې ټيټ والی او د پاکستان په نوم د افغاني غالیو خرڅلاو د دې لامل شوی دی چې د غالیو تولید کم شي.

د سوداګري خونې رییس محمدقربان حقجو وویل:« دا چې د افغانیو پر وړاندې کلداره ټيټه ده نو د افغانیو د تولید لګښت زیاتیږي د بریښنا نه شتون، د خامو توکو کموالی د غالیو د تولید د کموالي اصلي لامل دی.»

د سوداګري وزارت له دې سره سره چې دعوه کوي چې د غالیو په برخه کې یې ډیر پرمختګونه کړي دي او د دوو پارکونو یادونه یې کوله خو د ننګرهار د غالیو او صنعتي برخې مسولین وايي چې د شیخ مسري د پارک د جوړیدو په برخه کې شوې ژمنې نه دي پلې شوي.

د سوداګري وزارت ویاند وحیدالله غازي خیل وویل:« اوس په افغانستان کې د غالیو په برخه کې دوه پارکه دي چې یو یې په ننګرهار او بل یې په فاریاب کې دی د غالیو قیچي، رنګ ورکول او نور کارونه ټول په افغانستان کې کیږي، دا چې ولي یې تولید کم شوی سوداګر او کارکونکي یې پرې پوهیږي.»

له دې سره سره چې غالۍ د افغانستان مهم صادرات شمېرل کیږي د هیواد غالیو په نړیوالو نندارتونونو د بیلګې په ډول د المان په دومتکس نندارتون کې یې لومړی مقام خپل کړی دی.

په افغانستان کې د غالیو د اوبدنې مسولین وايي چې په تیرو دوو کلونو کې د غالیو تولید ۷۰ سلنه کم شوی

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه