Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هېواد کې کابل ۲ زره سیمه‎ییز کانونه په غیر قانونو توګه ایستل کېږي

له کانونو څخه د څارنې شبکه وايي چې د کانونو د ناقانونه ایستلو ته د هرې ورځې به تېرېدو سره زیاتوالي ته په پاملرنې سره حکومت باید په جدي توګه په دغه زمینه کې ګام پورته کړي.

په همدې حال کې د کانونو وزارت چارواکي له هغو سیمو څخه چې په ناقانونه توګه کانونه ایستل کېږي کره شمېر په واک کې نه لري،خو وايي چې په درې راتلونکو میاشتو کې د ناقانونه کانونو د کیندلو د سیمو د پېژندلو او د استخراج د مخنوي او د دغو سیمو د امینت د ټینګښت لپاره به وزارت ته وسپارل شي.

که څه هم تر دې وړاندې د کانونو وزارت د ناقانونه استخراج د شاوخوا یو زرو ۴۰۰ سیمو نوملړ جوړ کړی وو خو دا لومړی ځل دی چې ویل کېږي د هېواد په امنو او نا امنیو سیمو کې د ناقانونه استخراج د ځایونو شمېر شاوخوا ۳ زرو سیمو ته رسېږي .

پر طبیعي سرچینو د څارنې شبکه وايي چې اوس‎مهال یو شمېر زورواکي په بېلابېلو سیمو کې په بېلابېلو ډولونو د سکرو له ډبرو نیولې د زمرودو ؛ بېروچ؛ لال او لاجوردو په څېر د ګرانبیه ډبرو تر کاني سرچینو پورې په پراخه توګه استخراجوي او له هېواد څخه بهر ته یې قاچاق کوي .

پر طبیعي سرچینو د څارنې شبکې غړي جاوېد نوراني وايي: " ښايي چې دوه نیم او تر درې زره کاني ټکي وي چې له هغه څخه په ناقانونه توګه استخراج کېږي او باید وویل شي چې له یوه کان څخه چې له څو خواوو څخه کیندل کېږي او استخراخ تر سره کېږي ښايي چې حساب یې هم نه شو کړای چې د هغه له لسګونه سیمې په ځلي استخراجېږي او دا کار نه شمېرل کېږي چې څومره او له څو سیمو څخه استل کېږي".

ویل کېږي چې هر کال د کانونو په میلیونونو ډالرو عواید د زورواکو جېبونو ته لوېږي او آن د دولت مخالف وسله وال هم په نا امنو سیمو کې د هېواد د کانونو له استخراج څخه ونډه اخلي ؛ او د کانونو وزارت هم دغه خبره نه ردوي .

د کانونو وزارت ویاند محی الدین نوري وايي: "داسې رپوټونه شته چې په ناقانونه توګه کانونو د استخراجېږي له هغې ډله ،ښايي چې دهغي یو شمېر عواید د دولت مخالفان وسله‎والو ته هم رسېږي او دغه رپوټونه نوي نه دي بلکې په تېرو کلونو کې هم په دې اړه خبرې شوې وې ځکه چې د دغې موضوع احتمال شتون لري. که چېرې په ناقانونه توګه استخراج وشي او معلومه نه وي چې د دغه کان پیسې څو اخلي، نو دا احتمال هم شتون لري".

له دې ټولو سره سره د کانونو وزارت د کانونو د ناقانونه استخراج د پېژندلو او مخنیوي لپاره د یوې طرحې پر جوړولو کار کوي چې د هغې پر بنسټ به ټولې هغه سیمې چې کانونه په کې په ناقونونه توګه را ایستل کېږي وپېژندل شي او د کانونو د امنیت د ټینګښت لپاره به دغه طرحه د کورنیو چارو وزارت ته وسپارل شي .

له کانونو څخه د څارنې شبکه وايي چې د کانونو د ناقانونه ایستلو ته د هرې ورځې به تېرېدو سره زیاتوالي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه