د امریکا متحده ایالات په پراختیا کې د ګډون د نوي پروګرام په چوکاټ کې ۸۰۰ میلیونه ډالره له افغانستان سره مرسته کوي.
د امریکا د متحده ایالاتو سفیر نن د افغانستان د بیارغونې له صندق سره د ۱۰۰ میلیونو ډالرو د مرستې د هوکړه لیک د لاسلیک په لړ کې وايي چې دا پیسې د نړیوال بانک او د افغانستان حکومت د پراختیايي بودیجې له لارې به ولګول شي.
د مالیې وزیر وايي چې د افغانستان او د امریکا ترمنځ د مشارکت د نوې خپرونې د چوکاټ په بنسټ او افغان حکومت ښه حکومتوالي،په هېواد کې د مالي چارو د تمویل او د بې وزلۍ راکمولو په برخو کې د کار د کولو په شرط به تر راتلونکو څلورو کلونو تر ۸۰۰ میلیونه ډالره مرسته ترلاسه کړي.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي څرګنده کړه: "لکه چرنګه چې مو وویل د امریکا د متحده ایالاتو دغه مرستې پر پنځو برخو کې دي چې د هغه پر بنسټ موږ کولای شو پاتې مرستې ترلاسه کړو او دا د حساب ورکړې په بهیر کې یو دوه اړخیزه او د مرستو په لګولو او همدارنګه د مرستو د ښو لګولو لپاره یوه ښه بهیر رامنځته کول دي او موږ پر دغو مواردو موافق یو او وو".
په همدې حال کې په کابل کې د امریکا سفیر د مشارکت د نوې خپرونې په چوکاټ کې د دغه هېواد د مرستو پیل ته په اشارې سره وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ نوې پاڼه پرانستل شوې ده.
په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر مایکل مک کینلي په دې اړه څرګنده کړه: " په پراختیا کې د ګډون خپرونه د دې څرګندونه کوي چې د دواړو هېوادونو په همکاریو کې ستر بدلون رامنځته شوی دی، موږ په دې برخه کې ځان د ملي یووالي حکومت مرستې ته ژمن بولو او په دې برخه کې د اصلاحاتو په اړه ډاډ ورکوو".
اخوا ویل کېږي چې د امریکا د متحده ایالاتو له نوې مرستې څخه به هر کال له افغانستان سره ۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته وشي او دا پیسې به د افغان حکومت په هغو پروګرامونو کې ولګول شي چې په لومړي توب کې دي.
په دې اړه مو اندونه