Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د کليوالي مېرمنو لاس جوړ شویو توکو دوه ورځنۍ نندارتون

یو شمېر کلي‎والي ښځو تېره ورځ(شنبې د غويي۱۵مه) کابل کې پر خپل لاس جوړ شوي یو شمېر توکي نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړل.

د کلیو پراختیا وزارت چارواکي وايي چې دا مېرمنې له پنځو ولایتونو، پروان، هرات، بامین، ننګرهار او بلخ څخه د کلیو پراختیا پروګرام پر اساس خپل توکې کابل کې نندارې ته وړاندې کړې دي.

د کلیو پراختیا ملي پروګرام د رسنیو برخې مسوؤل، عبدالوافي نایب‎زی وايي:«په دې نندارتون کې ۱۲۰ هټۍ اېښودل شوې دي او ښځې له پنځو ولایتونو څخه راغلې دي. زموږ موخه د دې کار څخه د کلیو مېشتو ښځو کار پراختیا ده.»

په دې نندارتون کې کالي، بکسونه او وطني بوټان نندارې ته وړاندې شوي وو.

نندارتون کې ګډون‎کوونکې ښځې وايي چې مېرمنې او سوداګر په کې ډېره ګټه کوي.

سوداګره، صدیقه تمسکي وايي:«دا نندارتون زموږ لپاره ډېر ګټور وي، زه په هرات کې پلورنځۍ لرم، خو په اوونیو څوک څه نه اخلي، خو دلته مې په یوه ورځ کې ۳۰ تر ۴۰ زرو خرڅلاو درلود.»

دا مېرمنې وايي چې که د توکو پلور لپاره ورته د بازار زمینه برابره شي، نو کولی شي چې لاسي صنایع ښه بازار ومومي.

سوداګره، زهرا څرګندوي:«موږ په بلخ کې له خپلو جوړو شویو توکو دېره ګټه ترلاسه کوو. خو دا نندارتون د کاروبار پراختیا او پلور لپآره ښه موکه ده.»

دې مېرمن د دوو ورځو لپاره خپل لاسي جوړ شوي توکي نندارې ته وړاندې کړي دي.
 
له دې ډلې یو شمېر یې وايي، توانېدلي تر څو په دې نندارتون کې دېر شمېر په لاس جوړ شوي توکي خرڅ کړي او ډېر یې شمېر یې خلکو ته وروپېژني

شریک یي کړئ