د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې تر دوه ورځو وروسته به په ټاکنو کې د ګډون لپاره د نوملیکنې دویم پړاو پای ته ورسېږي او تر دې دمه په ټول هېواد کې کابو شپږ مېلیونه کسانو نوملیکنه کړې ده.
اخوا د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې درېیم پړاو به د غبرګولي په نولسمه په کلیوالو سیمو کې پيل شي.
په همدې حال کې په غزني کې د ټاکنو کمېسیون سیمهییز دفتر له یوې میاشتې راهیسې تړلی دی.
د ولایاتو په مرکزونو او ولسوالیو کې د غبرګولي په ۲۲مه نېټه په ټاکنو کې د ګډون لپاره د نوملیکنې بهیر پای ته رسېږي.
دغه شمېر د ټاکنو خپلواک کمېسیون هغه هدف ته نېږدې کړی چې له پنځو تر اووه مېلیونه کسانو به رایه ورکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی سید حفیظ الله هاشمي په دې اړه وویل:«له بده مرغه د دویم پړاو غځوو د درېیم پړاو وخت ونیو او اوس ټاکل شوې ده چې درېیم پړاو د غبرګولي له ۱۹ مه د چنګاښ تر ۵ مه په کلیو کې وي.»
دغه راز، پر ټاکنو څاروونکي بنسټونه وايي، ترهغې چې خیالي او اصلي شمېرې سره جلا نه شي د ټاکنو خپلواک کمېسیون لخوا ورکړل شوې شمېرې به د باور وړ نه وي.
د افغانستان د ازادو او رڼو ټاکنو بنسټ رییس محمد نعیم ایوب زاده څرګنده کړه:«تر هغې چې مالوماتي بانک فعال نه شي او د محلونو او مرکزونو پاڼې اسکن او ثبت نه شي او مالوماتي بانک کې اضافه نهشي، دا شمېرې چې وړاندې کېږي نه شي کولای کره وي.»
بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون او حکومت د دوه میاشتو په موده کې نهدي توانېدلي چې په غزني کې د ټاکنو ولایتي دفتر پرانیزي.
له دې منځه تر اوسه د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماندانۍ لپاره له ۳ زره ډېرو او د ولسوالیو شوراګانو لپاره بیا لږ ترلږه ۵ زره کسانو ټاکنیزې بستې ترلاسه کړې دي.
تر دې دمه ۱۴ سوه ۴۷ کسانو د ټاکنو ولایتي دفترونو ته د ټاکنیزو بستو په سپارلو سره د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره ځانونه نوماندان کړي دي.