په داسې حال کې چې پارلماني ټاکنو ته ۳۵ ورځې پاتې دي، ورسره جوخت یو وار بیا د ټاکنو کمېسیون د غړو تر منځ د ناندریو خبر راپورته شوی دی.
پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي، د کمېسیون د دارلانشا رییس د ولایتي رییسانو د تغییر او تبدیل له کبله د ټاکنو کمېسیون د رییس او کمېشنرانو له مخالفت سره مخ شوی دی.
د فیفا اجرايي رییس نعیم ایوب زاده په دې اړه وویل:«رامنځته شوي اختلافونه هم د نوې طرحې له امله دي چې وړاندې کېږي، په ځانګړې توګه د ولایتونو د رییسانو ادلون بدلون.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اختلافاتو خبره مني، خو وايي، د دوی تر منځ ناسم پوهاوی شوی وو چې هېڅ کله به پر ټاکنیز بهیر اغېز ونه ښندي.
د تاکنو خپلواک کمېسیون ویاند او کمېنشر سید حفیظ الله هاشمي په دې اړه څرګنده کړه:«د دارالانشا رییس دغه پُست ته نوی راغلی هغه فکر کړی چې دغه پلان هغه وخت منلی شوی او د ولایتونو د رییسانو د ادلون بدلون په اړه یې اقدام کړی وه؛ خو طبعاً دا د کمېسیون له واکونو څخه دی او دا پلان تایید شوی نه وه او دا بهیر یې ودروه.»
که څه هم د ټاکنو کمېسیون، انتخاباتو ته د خپل بشپړ چمتووالي خبره کوي خو داسې ښکاري چې ناامني او سیاسي ناندرې لا هم د ټاکنو د ترسراوي په لاره کې لوی خنډونه دي.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه:«په دغې اوونۍ کې هم موږ امنیتي غونډه لرله او هغه پلان یې چې له موږ سره شریک کړ لږ تر لږه د کمېسیون لپاره د ډاډ وړ وه چې دوی به قادر وي چې د ټاکنو امنیت خوندي کړي.»
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي چې دغه وزارت د تلې په ۲۸ مې د ټاکنو د امنیت تامین لپاره چمتووالی نیولی دی.
هغه زیاته کړه:«په دې برخه کې ټولې جدي امنیتي تابیاوې نیول شوې دي او موږ کشفي او استخباراتي او نورو امنیتي برخو ته لارښونه کړې چې د انتخاباتو امنیت هغه ډول تامین کړي چې لازمه ده.»
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر دې وړاندې ویلي وو چې د رایو ورکولو د مرکزونو شمېر یې د ناامنیو له کبله پنځه نیم زرو ته راښکته کړی دی.