له دې سره د ټاکنو کمېسیون وایي، د حساسو ټاکنیزو توکو لومړنۍ برخه هم، کمېسیون ته رسیدلې ده.
د ټاکنیزو توکو لومړۍ بسته چې له افغانستان بهر برابره شوې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته رسیدلې ده. دا توکي باید د ټاکنو له ورځې مخکې د ځمکې او هوا له لارې ۵۱۰۰ ټاکنیزو مرکزونو ته ولیږل شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئيس، ګلاجان عبدالبدیع صیاد څرګندوي:«دې موادو کې د ټاکنو ورځې لپاره رنګ د ی، د کارکوونکو روزنیز کتابونه دي او غرفې دي چې رایه ورکړه په کېږي او د رایې صندونق په کې وي. دا مواد چمتو شوي او نور یې هم ورو ورو چمتو کېږي.»
د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید د تلې په ۲۳ نیټه د رایو ورکونکو د نوم لیکنې نوملړ اعلان کړي او د ټول هیواد د رایو په مرکزونو کې یې ولګوي، خو اوس دغه کمیسیون تصمیم لري چې د رایو ورکونکو نوملړ په تدریجي توګه اعلان کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر، سید حفیظ الله هاشمي وايي:«هغه ولایتونه چې د رایو ورکوونکو مالومات یې په اطلاعاتي بانک کې شته دي د نوي اوونۍ راهیسې د درېیو درېیو ولایتونو لست خپرېږي او په مرکزونو کې لګول کېږي، خلک خپل نومونه وویني او که شکایت وي ویې لیکي.»
له بلې خوا سیاسي ګوندونه تراوسه هم د ټاکنو په ورځ درایو ورکونکو د بایومتریک پر تثبیت ټینګار کوي.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند غړی، همایون جریر څرګندوي:«د افغانستان اسلامي حز ټاکنې په هېڅ صورت نه تحریم کوي موږ د ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار کوو او د ګوندونو پر ګډو غوښتنو ټينګار کوو.»
محمد اسماعیل، عضو شورای رهبری جمعیت اسلامی افغانستان نیز میافزاید: «قسم خورم چې له پنځوسو سلنې ډېرې نوم لکنې، تقلبي دي. موږ له دې درغلیو سره چېرې ځو، که ولسمشر پنځه کاله نور هم پاتې کېدل غواړي نو د ټولو قبر کېندل شوی دی.»
خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون د انتخاباتو په ورځ دا کار ناشونی بولي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د نوم لیکنې شمیر نهه میلیونه او ۲۷ زره تنه بولي خو سیاسي ګوندونه نیمايي دغه نوم لیکنه خیالي ګڼي.