لویه څارنوالي وايي، د ټاکنیز بهیر اړوند يې تر ۱۳۰ ډیر کسان نیولي، چې پر ټاکنیزو سرغړونو تورن دي.
د لويې څارنوالۍ ویاند دغه کسان د جعلي پېژندپاڼو، په سټېکرونو د درغلۍ او ګڼو نورو سرغړونو په تور نیول شوي دي.
جمشید رسولي وايي، تر شپږ زره ډېرې دوسيې د ټاکنیز بهیر د فساد اړوند ورته رسېدلې دي.
هغه زیاته کړه: «۳۷ دوسيې چې د ۱۳۴ تنو اړوند دي، د ټاکنیزو سرغړونو په تړاو موږ ته رسېدلې دي، چې د جعلې پېژندپاڼو، جعلي سټېکرونو او ټاکنیزې درغلۍ دي، چې د نفوس د احوالو د ثبتولو کارکوونکي هم لاس پکې لري.»
د ټاکنو کمیسیون هم د ټاکنیزو سرغړونکو په اړه د مجازات ټينګار کوي.
د دې کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وايي: «هر څوک چې په ټاکنیز جرم کې لاس ولري، باید مجازات شي.»
تېره ورځ کورنیو چارو وزارت هم اعلان وکړ چې د ټاکنیزو جرمونو په تړاو يې ۶۰ تنه نیولي دي.