ننګرهار کې د رایې اچونې لپاره ۳۷۸ مرکزونه فعال وو، چې صندقونه يې د ټاکنو ساحوي دفتر ته رسېدلي دي.
ننګرهار کې د ټاکنو کمېسیون ساحوي دفتر مسؤلین وايي له ټولو ولسوالیو د رایو صندوقونو جلال اباد ښار کې د ټاکنو دفتر ته رسول شوي دي.
په دې ولایت کې د ټاکنو د ساحوي دفتر مشر احمد داود صدیقزاده وايي: «د ننګرهار ولایت اړوند ټولو ولسوالیو مراکزو څخه صندوقونه ولایتي دفتر ته رارسېدلي چې چیک او تسلیمي یې اخیستل شوې ده. یو شمېر بیا بار وړونکو موټرو کې بار دي چې د هغې د ثبت او چیک چارې هم روانې دي.»
په ورته وخت کې د دې ولایت د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون وايي چې د ټاکنیز بهیر په اړه ورته شاوخوا ۵۰۰ شکیاتونه رسېدلي دي.
د ټاکنیزو شکایاتو د ساحوي دفتر مشر شفیع الله مطیع وايي د نورو شکایتونو تر څڼګ د زورواکو په اړه هم شکایتونه ور رسېدلي دي.
هغه وویل: «له پنځه سوه څخه زیات شکایتونه ثبت شوي دي چې په مختلفو مواردو کې دي.ځینې مرکزونه په وخت خلاص نشو، باید په اوه بجې خلاص شوی و مګر ځینې ناوخته پرانېستل شو. همدا رنګه د بایومېټریک مشکل هم و او د زورواکۍ په تړاو هم شکایتونه ثبت شوي دي.»
له دې ولایته د ولسي جرګې لپاره دوو نوماندانو هم پر ټاکنیز بهیر نیوکې درلودلې، د ظابط امیر محمد په نوم یو تن نوماند وايي چې په درهنور ولسوالۍ کې د زورواکو له لوري صندوقونه ډک شوي دي.
نور اغا ملکزی یو بل نوماند دی چې وايي شکایتونو ته يې باید رسېدنه وشي:«موږ شکایتونه کړي دي، باید د زورواکۍ خلاف قدم واخیستل شي او هغه رایې چې په زور او درغلۍ کارول شوي له منځه یووړل شي.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم مني چې سرغړونې شوې دي، د دې کمېسیون مشر عبدالبدیع صیاد نن (دوشنبه، د تلې ۳۰مه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، سرغړوونکي به له پېژندنې وروسته مجازات شي.