د کورنیو چارو وزارت وايي سره له دې چې د ټاکنو د خوندیتوب لپاره يې شاوخوا ۷۰زره امینتي ځواکونه ګمارلي و، توانیدلي چې د ۱۷۲۵ پېښو مخه ونیسي.
د کورنیو چارو وزارت وزیر ویس احمد برمک طلوعنیوز ته وویل، د ماښام تر شپږو بجو پورې ټولې ۱۹۲ امنیتي پېښې شوې، چې ۱۱ امنیتي ځواکونه او ۱۷ ملکي وګړي پکې وژل شوي دي.
همدارنګه ۱۹ امنیتي ځواکونه او ۸۳ ولسي وګړي ټپیان شوي دي، چې په امنیتي پېښو کې ټولې کوچنۍ او لويې پېښې د یادولو وړ دي.
برمک وویل، رایې اچونې ښايي تر اتو بجو دوام پیدا کړي، چې امنیتي ځواکونه يې د خوندیتوب ډاډ ورکوي.
دا په داسې حال کې دی چې د ورځې په اوږدو کې یوازې په کابل کې د خیرخانې کوتل، د نهمې حوزې اړوند عبدالهادی داوي لېسه کې، د ده کیپک سیمه کې او دوولسمه ناحیه کې د قیام الدین خادم ښوونځي کې د چاودنو او لاسي بمونو له امله ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په ورته وخت کې تخار ولایت کې په بېلابېلو پېښو کې درې تنه وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان شوي دي.
د کاپیسا په «الهسای» ولسوالس کې هم د یو راکټ د لګېدو له امله ۱۵ تنه ټپي شوي او یوه مېرمن وژل شوې ده، په ورته پېښه کې روزګان کې اوه تنه ټپيان شوي دي.
له دې سره سره رایه ورکوونکی ټینګار کوي چې دا ډول پېښې يې تصمیم نهشي متزلزل کولی او دوی به هڅه کوي چې خپلې رايې وکاروي.
د ټاکنو کمېسیون مشر عبدالبدیع صیاد وویل، په پلازمېنه او ولایتونو کې هغه ټاکنیز مرکزونه چې بند پاتې شوي دي سبا (یکشنبه) به پرانیستل شي او رایې اچونې به دوام پیدا کړي.