په پکتیکا کې د ټاکنو خپلو کمېسیون چارواکي وايي، په پکتیکا کې د امنیتي ګواښونو له امله د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې ۶۵ مرکزونه تړلي دي.
په پکتیکا کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر سرپرست وايي په دغه ولایت کې د نوملیکنې له ۲۳۷ مرکزونو څخه ۶۵ مرکزونه د امنیتي ګواښونو له امله تراوسه هم د خلکو پرمخ تړلي پاتې دي.
نوموړی زیاتوي ګیان په ولسوالۍ کې یو مرکز هم نه دی پرانیستل شوی خو له امنیتي چارواکو څخه غواړو چې په پکتیکا ولایت کې د نوم لیکنې تړلي مرکزونو د پرانیستو لپاره لاس په کار شي.
په پکتیکا د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د سیمهییز دفتر سرپرست بلال شهباز وايي:« تراوسه هم په دغه ولایت کې د نوم لیکنې ۶۵ مرکزونه له لوړ امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي موږ په دې هڅه کې یوو چې دا تړلي مرکزونه د خلکو پرمخ پرانیستل شي.»
د پکتیکا والي الیاس وحدت خک څرګنده کړه:« دا یوه ستونزه ده چې په سیمو کې د امنیتي مشکلاتو له امله را پیدا شوې ده، د حل لپاره د ولایت مقام ، د ولسي جرګې او ولایتي شورا استازي او د دې ولایت د ټاکنو کمېسیون په کډه کار کوو چې د حل لاره ورته پیدا کړو.»
په همدې حال کې د پکتیکا اوسېدونکي نیوکه کوي کهچېرې په دغه ولایت کې د نوملیکنې مرکزونه همداسې تړلي پاتې شي نو زرکونه کسان به د رایې له حق څخه محروم پاتې شي دوی زیاتوي که حکومت د نوملیکنې د مرکزونو امنیت نه شي نیولی نو ولسونه کولای شي چې په دې برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي.
د پکتیکا یو تن اوسېدونکی محمد نبي زیارمل وايي:« د پکتیکا مشران او ځوانان د ټاکنو کمېسیون ته ورغلل او غوښتنه یې وکړه چې د نوم لیکنې تړلي مرکزونه دې پرانیستل شي او خلک له حکومت سره همکاره دي خو کهچېرې وضعیت همداسې وي ډېره برخه خلک به له ټاکنو څخه بې برخې پاتې شي.»
د پکتیکا بل اوسېدونکی چینارګل صدیقي هم زیاتوي:« هغو سیمو کې چې اوس مرکزونه تړل شوي د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال زرکونه رایې استعمال شوې اوس ولې په لوی لاس دغه خلک د رایو څخه بې برخه پاتې شي هېڅ اورګان دا حق نه لري چې ولسونه له رایو څخه بې برخې کړي.»
په پکتیکا کې د ټاکنوخپلواک کمېسیون د سیمهییز دفتر د شمېرو له مخې تراوسه په دغه ولایت کې شاوخوا ۶۵ زره کسانو نوم لیکنه کړې ده او څوارلس تنو د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو ته د نوماندۍ فورمې ترلاسه کړي دي.