Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یوناما: د ټاکنو په ورځو کې ۵۶ تنه وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي

یوناما د «۲۰۱۸ کال د ټاکنو تاوتریخوالي» تر نامه لاندې خپل تازه خپاره شوې راپور کې لیکلي چې د ټاکنو په ورځو کې د طالبانو له خوا د پارلماني ټاکنو د ګډوډولو کمپاین پر ملکي وګړو بده اغیزه درلوده چې د تاوتریخوالي له کبله ۵۶ تنو ژوند له لاسه ورکړی.

راپور کې راغلي چې د اکتوبر په شلمه او وروستیو ورځو کې چې ټاکنې وځنډول شوې ۴۳۵ کسانو ته مرګ ژوبله  اوښتې چې ۵۶ یې وژل شوي او ۳۷۹ یې ټپیان دي.

راپور زیاتوي د یادو کسانو له ډلې ۵۲ تنه وژل شوي او ۳۳۹ تنه ټپیان ملکي کسان دي.

راپور زیاتوي: «کومه مرګ ژوبله چې د ټاکنو اړوند تاوتریخوالي له امله په تیرو میاشتو کې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې او کمپاینونو په اوږدو کې رامنځته شوې، د ټاکنو اړوند د ملکي زیان دغه کچه په پرتلیز ډول د تیرو ټاکنو څخه خورا لوړه ده. »

وړاندې لیکي:« پرهغو ښوونځیو د بریدونو سربیره چې درایه ورکولو د مرکزونو په توګه ترې کار اخیستل کیده، دغه رپوټ د ډیری بریدونو په اړه چې د دولت ضد عناصرو له خوا، په ځانګړې ډول د طالبانو له خوا پر ملکیانو، ملکي موخو او ملکي میشتو سیمو د ټاکنو په اوږدو کې تر سره شول، ژوره اندیښنه څرګندوي. »

د یوناما دا راپور چې نن سې شنبې د لړم په ۱۵مه نېټه خپور شوی راغلي دي چې دغه بریدونه د توغندیو، لاسي بمونو، هاوانونو او همدارنګه د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو په کارولو سره په غیر مستقیمه توګه ترسره شوي، چې ټول یې بې توپیره زیانونه له ځان سره لري. «غیر مستقیم بریدونه چې د رایه ورکولو مرکزونه او نور ملکي اهداف یې په نښه کړي، ۳۸ سلنه مرګ ژوبلې لامل شوي او  همداراز د غیر انتحاري ناچاوده توکو کارول، چې ډیری یې د رایه ورکولو مرکزونو ته څیرمه په ښوونځیو، کلنیکونو او جوماتونو کې ځای پر ځای شوي د ۲۳ سلنې مرګ ژوبلې لامل شوې.»

د ځمکنیو جګرو پر مهال د دولت ضد عناصرو لخوا ملکیانو ته ۱۲ سلنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دې تاوتریخوالو کې له ۱۰۰زیات ماشومان او له ۵۰ سلنې زیاتې ښځو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. له دې دلې ۲۳ ماشومان او ۲ښځې وژل شوې دي.

دغه رپوټ همدارنګه سربیره پر برمته کولو د یو شمير ګواښونو، ویرولو او ځورونې بیلګې روښانه کوي، چې له ټاکنو وړاندې د طالبانو له خوا تر سره شوي. 

راپور زیاتوي:«دغه پیښې او د طالبانو له خوا د ټاکنو په اړه د یو لړ اعلامیو خپرول په ګډه د یو قصدي کمپاین ښکارندویي کوي، چې غوښتل یی د ټاکنو بهیر ګډوډ کړي او افغانان په ازاده توګه او له ویرې پرته په سیاسي بهیر کې له برخې اخیستنې څخه محروم کړي.  د طالبانو کړنو دیری عام افغانان اړ کړل تر څو په سیاسي بهیر کې د خپل حق څخه د ګټې اخیستنې او له ګواښ سره د خپل ژوند مخ کولو ترمنځ پریګړه وکړي. »

د یوناما راپور همداراز ویلي دي د نړیوالو بشري حقونو د قوانینو له مخې هر څوک حق لري چې په سیاسي چارو کې برخه واخلي، او له توپیراو همدارنګه د مخنیوي د موجه دلایلو له شتون پرته کولای شي رایه ورکړي او ځان کاندید کړي. د رایه ورکوونکو، کاندیدانو او د ټا کنو د چارو اړوند کارکوونکو په ګډون ټول کسان حق لري، چې د ټاکنو په ټول بهیر کې له ویرې او تهدید څخه خوندي وي.  
 
شریک یي کړئ