Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د رایې ورکړې بهیر د دوو ساعتونو لپاره وغځول شو

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایې ورکړې د بهیر وخت چې ټاکل شوې وه وروسته له غرمې ۳بجې پایته ورسیږي، ۲ ساعته نور هم وغځولو.

په دې سره ټاکل شوې د ولسمشرۍ ټاکنو د رایې د ورکړې بهیر د نن ورځې(شنبې د تلې۶مه نېټه) د ماښام تر ۵بجو پورې دوام وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولینو په وینا اوسمهال د رایې ورکړې بهیر د هېواد په کچه ۴۵۰۰  مرکزونو کې دوام لري.

د دغه بنسټ د شمېرو له مخې کابو ۴۴۰ مرکزونه د امنیتي ګواښونو له کبله ټړلي پاتې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رای ورکړې بهیر غځولو لامل په بایو مټریک دستګاو کې تخنیکي ستونزې او په نوملړ کې د رای ورکوونکو نومونو نه موندل کېدو له کبله دغه بهیر پڅ کېدل بولي.

ټاکل شوې وه چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رایې ورکړې بهیر سهار اووه بجې پیل شي، خو دا بهیر په یو شمېر مرکزونو کې په یوه ساعت ځنډ سره پیل شو

شریک یي کړئ