ولسمشرۍ ټاکنو ته د رایه ورکوونکو د نوملیکنې بهیر نن شنبې (د غبرګولي په ۱۸ مه) رسم پیل شو.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسه حوا علم نورستانۍ په یوې خبري غونډه کط وویل، هغه کسان چې تازه اتهلس کلن شوي او یا هم تر ولسمشرۍ ټاکنو اتهلس کلن کېږي، هغه کسان چې کډوال وو، او یا هم هغه کسان چې د پېژندپاڼو سټېکرونو یې زیان لیدلی، د چنګاښ میاشتې تر لومړۍ ورځې کولای شي چې خپل نومونه د رایه ورکولو په موخه ولیکي.
هغې همدارنګه زیاته کړه هغه نهه نیم مېلیونه پېژندپاڼې چې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره پرې سټېکر لګول شوی و، په ولسمشرۍ ټاکنو کې هم د اعتبار وړ دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ريیسه حوا علم نورستانۍ وايي:«په ۳۳ ولایتونو کې له امنیتي ارزونې وروسته، ۴۳۲ مرکزونه فعال دي.»
ټاکل شوې ده چې ولسمشرۍ ټاکنېو د روان کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شي. د غزني ولایت د ولایتي شورا او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې چې ټاکل شوې وه له ولسمشرۍ ټاکنو سره هممهاله ترسره شي، دوه اوونۍ مخکې د ټاکنو کمېسیون له خوا وځنډول شوې.
اوس د ټاکنو خپلواک کمېسیون، حکومت او مرسته کوونکو بنسټونو اصلي تمرکز ولسمشرۍ ټاکنو ته دی.له څرنګه چې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ۲۳ مېلیونه ډالر په ټاکنو کې د نوملیکنې د پوهاوې لپاره ځانګړي کړې دي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ رییس یوسف رشید بیا داسې وايي:«خلکو ته عامه پوهاوی نه دی ورکړل شوی؛ همدا اوس له بېلابېلو برخو خلک له موږ سره په اړیکه کې دي او وايي چې نه پوهېږي چې هغوی ته تر ټولو نږدې مرکز کوم او چېرته دی چې رایه ورکړي.»
بل لورته بیا پر ټاکنو د څار بنسټونه او تر خوا یې ګوندونه وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ټاکنو د څارنې په موخه روښانه تګلاره نه لري.
د ټیفا اجراییه ريیس نعیم ایوبزاده څرګنده کړه:«موږ خپلې اندېښنې لرو؛ په تېرو کې له جعلي پېژندپاڼو ډېره استفاده وشوه، نوملړونه منظم نهوو او تخنیکي ستونزې ډېرې وې.»
د جمعیت اسلامي ګوند غړی نور رحمان اخلاقي هم وویل:«د ولسي جرګې په ټاکنو کې، یوه ستونزه دا وه چې د ګوندونو له غوښتونو سره یې مخالفت وکړ، د درغلۍ لپاره یې زمینه برابره کړه. په دې نوبت کې، موږ ته ژمنه راکړل شوې چې دا کار نه کېږي خو د راتلونکي په اړه څه نه شم ویلی.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، یوازې غزني کې بیا د رایه ورکوونکو پر پېژندپاڼو له سره سټېکرې ووهل شي او له دې لګول شوي سټېکرونه باطل دي.