د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوځل بیا د ټاکنو په مهالوېش کې بدلون رامنځته کړ، د دغه مهالوېش پر بنسټ به د رایو ورکوونکو د نوملیکې بهیر د بایومېټریک دستګاوو له کارونې پرته د غبرګولي په اتلسمه پيل شي.
په هغه مهالوېش کې چې له دې مخکې وروستۍ شوی و، ټاکل شوې وه چې د رایو ورکوونکو نوملیکنه د غوايي په شپږویشتمه پيل شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا پرېکړه له بېلابېلو غبرګونو سره مخ شوې ده.
د ټاکنو قانون د نولسمې مادې په دویم بند کې راغلي:«د ټاکنو ټول بهیر، د رایه ورکوونکو پېژندنه او نوملیکنه باید د ټکنالوژۍ پر مټ د بایومېټریک په وسیله په خوندي بڼه وشي.»
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ ريیس یوسف رشید په دې اړه وویل:«دا د کمېسیون کمزورتیا او بې وسي ده چې نه شي کولای د خپلو کارونو مسوولیت ترسره کړي، دوی له قانون سره په ټکر کې یو کار ترسره کوي. دا کار د هر څه اعتبار او مشروعیت ته زیان رسوي.»
خو ټاکنو خپلواک کمېسیون په دې برخه کې له قانون څخه سرغړونه نه مني او وايي، د ټاکنو د نوي مهالوېش له مخې، د غبرګولي میاشت اتهلسمه نېټه د رایه ورکوونکو د نوملیکنې بهیر له بایومېټریک دستګاوو پرته پیلېږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال میرزامحمد حقپرست وايي:«کهچېرې د ټاکنو قانون نولسمې مادې ته مراجعه وکړو، په څرګنده راغلي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د چارو د تنظم او انسجام لپاره او ځينې پالیسۍ او کړنلارو لپاره تابیاوې رامنځته کړي.»
په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کمزوري مدیریت په اړه خبرې کوي او وايي، که اصلاحات را نه شي، د تلې میاشتې د شپږمې نېټې ټاکنې به هېواد له کړکېچ سره مخ کړي.
د ولسي جرګې غړی عرفان الله عرفان څرګنده کړه:«داسې یوه کړۍ رامنځته شوې چې نه شي کولای سمه پایله رامنځته کړي.»
له دې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړی و چې د ولسمشرۍ، ولایتي شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې ټاکنې به د تلې میاشتې په شپږمه نېټه وشي.