د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې مالیې وزارت د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسراوي بودیجه طرحه تایید کړه.
د دغې طرحې پر بنسټ د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسراوي لپاره ۲۰۷ مېلیونه ډالر په پام کې نیول شوي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د ټاکنو د نوي مهالوېش پربنسټ، د غوايي په شپږویشتمه نېټه د رای ورکوونکو د نوملیکنې بهیر به پیل شي.
ټاکل شوې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه نېټه ترسره شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي په دې اړه وویل:«د لومړۍ برخې منضوري چې د رای ورکوونکو په نوملیکنې پورې اړنده ده او ژمنه یې کړې چې د افغانستان د ټاکنو بودیجه منضور او پیسې یې پرې کړي.»
له دې ټولو سره سره اجراییه رییس له ترکي رسنیو سره په مرکه کې وایي چې د ولسمشرۍ ټاکنې باید د ولسي جرګې د ټاکنو په څېر ترسره نه شي.
اجراییه رییس عبدالله عبدالله په دې اړه ویلي:«له بده مرغه ستونزې ډېرې دي؛ خو بیا هم پارلمان پرانیستل شو. هیله لرم چې راتلونکي ولسمشرۍ ټاکنې په ښو شرایطو کې ترسره شي.»
د ولسي جرګې ټاکنې په هېواد کې د تېر کال د تلې په ۲۸ او ۲۹ ترسره شوې. خو اوس چې کابو اوه میاشتې تېرېږي تراوسه د هغه وروستۍ پایلې لاهم په بشپړه توګه اعلان شوي نه دي.
په کابل کې د رایې ورکونې د ۸۹۴ محلونو د رایو ورکېدل؛ د رایې اچونې په ورځ درغلۍ او د پلازمېنې د رایو د بیا شمېرنې په نوملړ کې لاسوهنه؛ د دغو سندونو غوښنې برخې دي.
معترض نوماند حسن جان دولت زی وايي:«کهچېرې غواړئ په راتلوونکو ټاکنو کې اکثریت خلک ګډون وکړي، د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو رایې باطلې اعلان کړئ.»
بل معترض نوماند رجب علي اندشمند څرګندوي:«د لومړۍ ورځې د پایلو په پاڼو کې ۲۵۰ محلونه مبهم او ناڅرګند دي، خو سل نور محلونه بیا تکرار دي.»
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تر دې وړاندې د کابل د رایو د تفتیش او بیاشمېرنې ټولې پایلې لغوه اعلان کړې دي او وايي چې هڅه کوي د دې کړکېچ د پای ته رسولو لپاره حل لاره پیدا کړي.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون منشي محمد قاسم الیاسي په ډاګه کړه:«د یوې اوونۍ په لړ کې د ټاکنو د لومړۍ ورځې فورمې مو وڅېړلې او زموږ پرېکړه د تطبیق لپاره کابو وروستۍ ده.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د تلې په شپږمه به د ولسمشرۍ، ولایتي شورا ګانو او د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شي.