Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"ملګرو ملتونو سازمان د ټاکنو بنسټ له درغلیو ډک اېښی"

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ځینې پخواني غړي وايي، ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ټاکنو بنسټ همداسې له درغلیو ډک ایښی دی.

دغه چارواکي وايي، په لومړیو کې ملګرو ملتونو کولای شوای چې په افغانستان کې رڼې او معیاري ټاکنې ترسره کړي، خو دا کار یې ونه کړ، چې له کبله یې اوس د افغانستان ټاکنیز بهیرونه جنجال پارونکي شوي او تر ټولو لوړ لګښتونه پرې راځي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا پخوانی رییس داوود علي نجفي په دې اړه وايي:«بنسټ ښه کې نه ښودل شو، چې د ملګرو ملتونو سازمان یې مستقیماً د اجراات مسوول و، که‎چېرې بنسټ ښه اېښودل شوی وای، تراوسه ستونزه نه رامنځته کېده، ملګري ملتونه متخصصه او کارپوه بڼه نه‎لري ولې خلکو ته په څرنګه نه وايي چې په درملوګ شرکت کې څه شوي، په ټاکنو کې څه شوي.»

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یو بل پخوانی چارواکی په افغانستان کې د ملګروملتو سازمان نماینده ګي یا یونما تورنوي چې د رڼو ټاکنو پر ځای تر ډېره د تړونونو د اخیستو په فکر کې وه.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پخوانی غړی احمد ضیا رفعت وايي:«دغه سازمان د ډېرو نورو نړیوالو سازمانونو په څېر په فساد کې ښکېل دی. دا فساد په دوه ډوله رامنځته کېږي. یو دا دی چې په پلان شوې بڼه ناوړه استفاده کوي، بله دا چې په ځينو موردونو کې بې ځایه لګښت کوي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی رییس وايي پخوانیو حکومتي چارواکو هم د معیاري ټاکنو ترسره کولو ته دومره لېوالتیا نه لرله.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پخوانی رییس فضل احمد معنوي زیاته کړه:«له هغو امکاناتو بې ځایه استفاده شوې ده چې د ټاکنو لپاره د نړیوالې ټولنې له خوا چمتو شوې، او ډېری دغه لګښتونه په خپله د نړیوالې ټولنې له خوا چې په سر کې یې یو ان ډي پي ده، ترسره شوي.»

د ټاکنیزو کمېسیونونو د پخوانیو مسوولینو په وینا حکومتونو او په ټاکنو کې ښکېلو هېوادونو په ټاکنیزو کمېسیونونو کې بنسټیز کار ته لېوالتیا نه لرله له همدې امله خلک پر ټاکنیزو کمېسیونونو او د انتخاباتو پر بهیر لابې باوره شوي دي.

خو په افغانستان کې د ملګروملتو سازمان نماینده ګي د دغو نیوکو په غبرګون کې وايي د ملګروملتو سازمان ټاکنیز بهیر مدیریت، څارنه پرمخ نه‎بیایي.

دغه بنسټ وایي په دې اړه پر دغه سازمان له بېلابېلو نیوکو هم خبر لري.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یو پخوانی چارواکی په افغانستان کې د ملګروملتو سازمان نماینده ګي یا یونما تورنوي چې د رڼو ټاکنو پر ځای تر ډېره د تړونونو د اخیستو په فکر کې وه.

شریک یي کړئ