ټاکل شوې وه د شنبې په ورځ(د غوايي ۲۱مه) د ولسي جرګې غړي د دې جرګې د رییس د ټاکلو لپاره راي ګیري وکړي خو د کابل ولایت د ټاکنو ګټوونکو نوماندان د پارلمان د دروازو په تړلو سره ملي شورا ته د استازو د ورتلو مخه ونیوله.
دغه نوماندان وايي تر هغې چې د کابل حوزې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان نهشي، اجازه نه ورکوي چې د دغه مجلس اداري پلاوي ټاکنې ترسره شي.
د کابل د ولسي جرګې ټاکنو نوماند خان آغا رضايي په دې اړه وویل:«د کابل ولایت د وکیلانو تر راتلو د اداري پلاوي ټاکنې دې وځنډول شي او له ټاکنیزو کمېسیونونو زموږ غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره کابل کې د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي.»
د کابل د ولسي جرګې ټاکنو نومانده زهره نوروزي هم وايي:«په داسې حال کې چې تراوسه کابل له ۳۳ استازو سره بشپړ نه دی او دلته ۲۱۷ تنه وغواړي پرېکړه وکړي، له قانونه څرګنده سرغړونه ده.»
خو پد ټاکنیزو کمېسیونونو مسوولین چې د کابل د ټاکنو د پایلو د پاڼو د ارزولو په حال کې دي وايي چې ډېر ژر به د کابل ټاکنو پایلې اعلان شي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړی محمد حنیف دانشیار څرګنده کړه:«دقیق ولای نهشم خو موږ هیله لرو چې وکړای شو سبا ته یې وروستي کړو.»
له بلخوا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي محمد قاسم الیاسي د کابل د رایو د کابو شل سلنه پاڼو د ورکېدو په هکله داسې وايي:«د ابطال غوراوي او دا غوراوی چې موږ بیا شمېرنه چې له درغلۍ او سرغړونې او ټاکنیزو جرمونو ډکې وې هغه ته اعتبار ورکړو دا غوراوی مو غوره کړ. داسې ښکاري چې یو معقول غوراوی دی.»
له دې سره سره د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې ځینې سرچینې وايي په وروستیو پایلو کې به یو لړ بدلونونه راشي.