Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ولایتونو کې ټاکنې څنګه ترسره شوې

د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې نن(شنبې د تلې په ۶مه نېټه) د ولسمشرۍ ټاکنې د ځانګړو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره شوې.

په ولایتونو کې د طلوع نیوز خبریالان وايي چې د رایې ورکړې ډېر شمېر مرکزونو کې د خلکو ګډون په ځانګړې توګه د ښځو راتګ کمرنګه وو.

په کابل کې ټاکنې

په کابل کې د رایې ورکړې بهیر سهار اووه بجې پیل شو، خو داسې مرکزونه هم وو چې په کې دا بهیر کابو یو ساعت وځنډېدو.

همداراز د کابل په لویدیځ او خیرخانې سیمو کې رای ورکوونکو د بایومټریک دستګاه د نه کار او په نوملړ کې یې د نوم له نشتونه شکایت درلود.

سره له دې د ولسمشرۍ ټولو نوماندانو هم خپله رایه وکاروله.

ټاکنې په بلخ کې

په بلخ ولایت کې هم د ټاکنو بهیر د سختو امنیتي تابیاو سره پیل شو، په دې ولایت کې ۴۶۵ زره کسانو د ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې وه.

بلخ یو له هغو ولایتونو وو چې د نورو ولایتونو په پرتله ډېر شمېر د رایې ورکړې مرکزونه تړلي وو او د ټاکنې په ورځ هم په دغه ولایت کې ۱۲۴ مرکزونه تړلي وو.

د بلخ والي، اسحاق رهګذر طلوع نیوز ته وویل چې په ۹مرکزونو کې د لوړو امنیتي ګواښونو له کبله مرکزونه تړلي وو.

 په جوزجان ولایت کې ټاکنې

همداراز په جوزجان ولایت کې هم خلک د رایې ورکړې مرکزونو  ته ولاړل تر څو خپل راتلونکي ولسمشر ته رایه ورکړي.

دوی وايي، د ناامنۍ ګواښ سره سره یې ټاکنو کې ګډون وکړ، دوی د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون غږ کوي په ټاکنو کې دې رڼښت ته پام وکړي.

 په همدې حال کې د جوزجان والي وايي چې په دې ولایت کې ۵۵ پنځوس د رایې د ورکړې مرکزونه پرانیستي وو.

ټاکنې په هلمند کې

که څه هم د هلمند ولایت په پنځو ولسوالیو کې ټاکنيې ترسره نه شوې، خو په لښکرګاه ښار او اته ولسوالیو کې د رايي اچووني لپاره ۷۵ مرکزونه فعاله وو، خو د رايې اچونې په مرکزونو کې د رايي ورکوونکو ګډون کم رنګه وو.

په یو شمېر مرکزونو کې د بایمیټریک د دستګاه خرابوالی او په نوملړ کې د هغه کسانو نشتون چې په پارلماني ټاکنو کې يې له همهغه مرکزونو کې رایې استعمال کړي وې له ستونزو وې.

د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په ټاکنو کې د خلکو ګډون کم وو.

په کندز کې ټاکنې

په کندز ښار او ولسوالیو کې د رایې ورکونې بهیر په یو ساعت ځنډ سره د سهار په اتو بجو پېل شو.

 که څه هم د کندز ځایي چارواکي په ځنډ سره د دغه بهیر د پيلیدو په تړاو څه نه وایي، خو د کندز سیمه‎ییز چارواکي وایي چې په کندز کې د رایې ورکونې بهیر په سختو امنیتي تدابیرو سره پېل شوی دی.

دغه چارواکي ډاډ ورکوي چې هیڅ کومه امنیتي پېښه به ونه شي.

فراه کې ټاکنې

فراه کې هم نن سهار اته بجې د رای اچونې مرکزونه پرانییستي وو.د عامو خلکو تر څنګ ځایي چارواکو هم رایې وکارولې.

د رای اچونې بهیر څارونکي او د فراه ځینې اوسېدونکي، د رای اچونې ځینو مرکزونو کې د تخنیکي ستونزو خبره کوي.
 
بغلان کې ټاکنې

بغلان کې د ولسمشر ټاکنو لپاره نن د رای اچونې بهیر سره یوه وخت کې، امنیتي ځواکونو په ښار او ولسوالیو کې ګزمې هم کولې.

د بغلان امنیه قوماندان وایي، امنیت یې ټینګ کړی.

له دې سره پر پلخمري ښار د راکټي بریدونو رپوټونه هم رارسېدلي، خو چارواکي وایي، چاته پکې زیان نه دی اوښتی.

ټاکنې په کندهار کې

د کندهار خلکو هم د ولسمشرۍ ټاکنو کې ګډون سره رایې وکارولې، خو د رای اچوونکو په منځ کې د ښځو شمېرې کمې رپوټ شوي دي.
 
ټاکنې په ننګرهار کې

په ننګرهار کې هم د رای اچونې بهیر له ځينو ستونزو سره پیل شو. د ننګرهار ځینې اوسېدونکي چې له رای اچونې محروم شوي وایي، بایومټریک وسیلو کې ستونزې وې او په لیستونو کې یې نومونه نه وو، نو اندېښنه یې ده چې د معلومو نوماندانو په ګټه درغلي ونه شي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي هم د رایو مرکزونو ته ولاړل ترڅو خپلې رایې وکاروي.

که څه هم د ورځې په لومړیو ساعتونو کې په دې ولایت کې څو چاودنې وشوې خو د رایو مرکزونو ته یې د خلکو د ورتلو مخه ونه نیوله.

دغه کس غلام مرتضی نومیږي، هغه چې کله د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د رایو مرکز ته روان و په چاودنه کې ټپي شو، خو سره له دې یې هم په ټاکنو کې برخه واخیسته.

شریک یي کړئ