Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پاتې اوو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرلو بهیر نن پیل شو

بالاخره له کابو یوې میاشتې وروسته د هېواد په اوو ولایتونو، پنجشېر، بغلان، تخار، بدخشان، جوزجان، سرپل و فاریاب کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دفترونو نن (یکشنبې، د لیندۍ ۲۴مه)پرانیستل شول او په کې د رایو بیا شمېرنې بهیر پيل شو.

دغه دفترونه میاشت مخکې د رایو بیاشمېرنې په اړه د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د اعتراضونو په لړ کې د دغې ټاکنیزې ډلې د پلویانو له خوا تړل شوي او اجازه نه ده ورکړل شوې څو د رایو بیاشمېرنې بهیر ترسره شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال عصمت الله مل په دې اړه وویل:«زموږ همکاران نن د امنیتي ځواکونو په همکارۍ ولایتونو ته واستول شول او اوو ولایتونو ته رسېدلي او په اوو ولایتونو کې زموږ تفتیش او بیا شمېرنې پيل شوې ده.»

د پاتې ولایتونو د رایو د بیا شمېرنې بهیر له پیلېدو سره سم، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا مشر وايي چې، د دغه کمېسیون د ۱۰۵ پرېکړې له مخې، د یو زرو ۲۸۷ محلونو د رایو تفتیش یې پیل کړی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمان  ننگ وايي:«د دغې پرېکړې پر بنسټ درې ریاستونه مکلف شوي دي چې دغه بایومېټریک دستګاوې تفتیش شي، هغه محلونه چې د ټاکنو په ورځ پرانیستي وو او د هغوی د پایلو پاڼې مرکز ته رسېدلي، واقعاً بایومېټریکي معلومات لري که نه. انشاالله زموږ دغه درې برخې به رپوټونه ترتیب او د کمېسیون په مشرۍ به پرېکړې ته واستول شي.»

خو د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې تخنیکي مسوول وايي د ټاکنو کمېسیون دارالانشا د ټاکنیزو کمېسیونونو له غړو او ټاکنیزو ډلو سره له همغږۍ پرته غوښتل، بایومېټریک دستګاوې تفتیش کړي.

د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې د څارونکو مسوول نور الرحمان اخلاقي ځرګندوي:«دا یوه بشپړه نوې مسله ده. هیله ده چې بشپړ معلومات له دارالانشا څخه واخلئ؛ ځکه چې یوازې دارالانشا خبر لري نه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون او نه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون.... د هغو معلومات سربېره چې موږ ته رسېدلي، هلته ویل شوي وو چې د ۱۰۴ او ۱۰۵ پرېکړو او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د غوښتنې پر بنسټ چې موږ د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څخه معالومات واخیست هېڅ غوښتنه یې نه وه کړې او د ۱۰۴ او ۱۰۵ پرېکړو کې هم داسې څه نه دي راغلي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون څه باندې یوه میاشت مخکې د رایې ورکړې په څه باندې ۸ زره محلونو کې د رایو بیاشمېرنه پیل کړې؛ خو د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې پلویانو په ۷ ولایتونو کې د دغه بهیر مخنیوی کړی و.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي په پنجشیر، بغلان، تخار، بدخشان، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د رایو د بیا شمیرنې لړۍ پيل شوې ده.

شریک یي کړئ