Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کمېسیون: د رای ورکړې بهیر کې د ځانګړې ستونزې راپورنه دی ورکړل شوی

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي تر اوسه(د ورځې۱۲بجې) د ولسمشریزو ټاکنو د رایې ورکړې بهیر کې د کوم ځانګړې ستونزې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

د دغه بنسټ ویاند، مرزامحمد حق‎پرست نن(شنبې د تلې په ۶مه نېټه) کابل کې یوې خبرې ناسته کې وویل:«تر اوسه هغه ستونزې چې موږ د پارلماني ټاکنو پرمهال درلودې، نلرو. موږ له افغانستان خلکو غواړو چې له خپله حقه استفاده وکړي او خپل برخلیک وټاکي. دا د ولسواکۍ لپاره مبارزه ده.»

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د ټاکنو کمېیسون یوه بل غړي ویلي وو چې کابو دوه سوه ټاکنیزو مرکزونو ته اساس ټاکنیز توکي نه دي رسېدلي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د ولسمشرۍ د ټاکنو له بهیره کابو ۱۳۷۰۰۰ کسان څارنه کوي.

په همدې حال کې طلوع نیوز ته یو شمېر رارسېدلې راپورونه ښیې چې په یو شمېر مرکزونو کې د بایومټریک دستګاه کار نه کوي.

یو شمېر سرچینې وايي چې د ۸۵۱ ټاکنیزو مرکزونو اړیکه د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره پرې شوې ده او څرګنده نه ده چې په یاد شمېر مرکزونو کې ټاکنې څه ډول ترسره کیږي.

 په همدې حال کې د کندهار ولایت د رایې ورکړې په یو شمېر مرکزونو کې د بایو مټریک دستګاه نه کار، په نوملړ کې د رایې ورکوونکو د نومونو نه پیدا کېدل او مرکزونو ته کارکوونکو ناوخته رسېدو په تړاو شکایت شوی.

په همدې حال کې د کابل خیرخانې سیمې اوسېدونکي وايي په د انوربسمل لیسه کې په لسو محلونو کې د بایو مټریک دستګاوې کار نه کوي.

 په یاده لیسه کې یو تن رای ورکوونکی وايي:«یو شمېر ستونزې وې، کارکوونکي کم وو، محلونه نا وخته پرانیستل شول، یو څو ساعتونه د کارکوونکو ستونزې وي، د توکو ستونزې هم وې.»

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر، صلاح الدین رباني هیله څرګندوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ورکړ شویو ستونزو په تړاو اقدام وکړي.

دی زیاتوي:«اوس د ورځې په پیل کې یوو انشالله چې د ورځې تر پایه به ستونزې هوارې شي. په یو شمېر سیمو کې د خلکو نومونه په لیست کې نشته او ځینو ځاینو کې هم په بایومټریک ماشین کې نوم نشته.»

یو شمېر سرچینې وايي چې د ۸۵۱ ټاکنیزو مرکزونو اړیکه د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره پرې شوې ده او څرګنده نه ده چې په یاد شمېر مرکزونو کې ټاکنې څه ډول ترسره کیږي

شریک یي کړئ