فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: د طالبانو پلاوی تهران ته ولاړ
د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم ویلي د ملابرادر په مشرۍ د دوی یو پلاوی د ایران په بلنه دغه هېواد ته ورغلی دی.
ایران یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په افغانستان کې د سولې په اړه ملاحظې لري.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع د ملي مصالحې د عالي شورا د رسنیو کمېسیون له رییس، حشمت رادفر سره خبرې شوې دي.