فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو ناسته
د افغان حکومت چارواکي وايي چې ولسمشر اشرف غني او اجرايي رییس عبدالله عبدالله نن د شمالي اتلانتیک تړون سازمان یا ناټو د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره له یوه منظم پروګرام سره د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته ولاړل.
ولسمشرۍ دفتر دا ناسته د امنیت د ټینګښت، د سولې د خبرو او تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغان ځواکونو د مالي تمویل د دوام له پلوه د افغانستان لپاره ډېره مهمه بولي.
خو ولسمشرۍ دفتر وايي، د حکومت مشران به دې ناسته کې له یو جامع پروګرام سره ګډون وکړي او نړیوالو ته به د ځان بسیاینې په لاره کې د حکومت د هڅو په اړه ډاډ ورکړي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع د ولسمشر غړي، جعفر مهدوي او د ملي دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست، محمد رادمنش سره خبرې شوې دي.