فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: د امنیتي حالت ارزونه
د طلوع نیوز د ارزونې له مخې، تېرو څلورو اوونیو کې د هېواد ۱۱ ولایتونو کې د ناامنۍ شاوخوا ۲۲۰ پېښې شوي.
په همدغو څلورو اوونیو کې د طالبانو په بریدونو کې نږدې ۲۵۰ دولتي سرتېري وژل شوي او له درې سوو زیات ټپیان دي.
د افغان ځواکونو ډېره مرګ ژوبله په شمال ختیځ او سویلي ولایتونو کې وه.
د افغانستان حکومت د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې رسمي شمېرې نه وایي خو وایي د طالبانو مرګ ژوبله د افغان ځواکونو دوه برابره ده.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د پوځي چارو کارپوه، جاوید کوهستاني
د کابل پخوانی امنیه قومندان، داوود امین