فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو په تړاو غبرګون
محمد محقق چې د اجراییه ریاست د دوهم مرستیال په توګه خپلې دندې ته دوام ورکوي خبرداری ورکوي که د زلمي خلیلزاد هڅې ناکامې شي د افغانستان کړکېچ به اوږد شي.
د اجرایه ریاست دویم مرستیال محمد محقق څرګنده کړه:"ښه ده چې خلیلزاد دغه فرصت وکړو، او خلیلزاد دې دا هم په پام کې ونیسي چې پر یوه ګل نه پسرلۍ کېږي. چې یوازې امارات یې ولیدل یا عربستان او پاکستان یې ولیدل، نو دا ستونزه حل شوه، ډېری هم ګډې سیمهییز هېوادونه دي چې هغوی یې په پام کې نه دي نیولي. خدای مه کړه چې موږ له یوې بلې ستونزې سره مخ نه شو. هغه باید له بهر او دننه جامع حرکت وکړي."
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع د سیاسي چارو کارپوه، یوسف پښتون او د پوهنتون له استاد، فردین هاشمي سره خبرې شوې دي.