فراخبر
له TOLOnews څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: وګړی د ننګرهار ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس وټاکل شو
پر ټاکنو څاروونکي بنسټونه د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې سلیقهیي چلند د اندېښنې وړ بولي. دوی د ننګرهار ټاکنو ریاست ته د ذبیح الله وګړي پر ټاکل کېدو نیوکه کوي.
د ولسمشريیزو ټاکنو پر مهال ذبیح الله وګړی په پکتیکا ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس وه.د عبدالله عبدالله د ټاکنیزو منډو ترړو ډلې هغه مهال ادعا وکړه چې په دغه ولایت کې پراخې درغلۍ شوې دي.
په دې خپرونه کې کوربه فواد امان پر همدې موضوع د اکسین شبکې رئیس، جانداد سپینغر او د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال، جاوید فیصل سره خبرې کړې دي.