گفتمان: د افغانستان راتلونکو ټاکنو څېړنه
دټاکنو خپلواک کمېسیون (۱۳۹۷ د وري۱۲مه) د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو نېټه اعلان کړه.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مهال ویش له مخې ټاکل شوې ده چې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان لمریز کال د تلې په ۲۸مه ټول هېواد کې ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې یاد کمېسیون د ټاکنو نېټه د روان کال د چنګاښ ۱۶مه ښودلې وه.
له دې سره به ټاکنې د درېیو میاشتو په ځنډ سره ترسره شي.
دا چې کمېسیون د ټاکنو لپاره څومره چمتووالی نیولی؟
آیا ټول افغانستان کې د ټاکنو ترسره کېدل شوني دي.؟
دې کمېسون تر اوسه پورې کوم کارونه ترسره کړې دي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د ټاکنو خپلواک کمېسیون عملیاتي مرستیاله، وسیمه بادغیسي
د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال، مراد علي مراد
د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی رئیس، فضلاحمد معنوي
افغانستان کې د آسیا بنسټ رئيس، عبدالله احمدزی