Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې کورونا ویروس؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۶مثبتې پېښې ثبت شوي

د عامې روغتیا وزارت نن (جمعه، د لړم په ۳۰مه) اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ۱۸۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پربنسټ، په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ویروس د شکمنو ۲۵۹۹ پېښو معاینه شوې ده چې له دې ډلې د ۱۸۶ پېښو پایله مثبته وه.

له دغو تازه پېښو سره، په هېواد کې د کورونا ویروس مثبتو پېښو ټولیز شمېر ۴۳ زره او ۳۶۳ ته رسېږي.

په تېرو یوه شپه ورځ کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې ۱۳۰ په کابل، ۱۰ کندهار، ۲ بلخ، ۱۸ ننګرهار، ۴ کندز، ۱۱ نیمروز، ۱ لوګر، ۶ بدخشان او ۴ هم لغمان کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت همدارنګه وايي چې په دغې موده کې ۳۱ ته ښه شوي هم دي.

په هېواد کې د کووېډ نولس ناروغۍ له امله تېره شپه ورځ کې ۱۳ تنه مړه شوي او له دې سره د مړه شویو کسانو شمېر۱۶۶۳ تنو ته رسیږي.

له دغو تازه پېښو سره، په هېواد کې د کورونا ویروس مثبتو پېښو ټولیز شمېر۴۴ زره ۳۶۳ ته رسېږي.

شریک یي کړئ