Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس ۱۸۳ مثبتې پېښې ثبت شوي

د عامې روغتیا وزارت نن سې شنبې (د مرغومې په ۹مه) په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس د ۱۸۳ مثبتو پېښو له ثبتېدو خبر ورکړ.

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویروس ۱۹۶۱ مشکوکې بېلګې معاینه شوې دي.

د روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوونډ نولس ناروغۍ له امله ۱۰ تنه مړه شوي او ۱۹۱ تنه بېرته روغ شوي دي.

د نویو پېښو له ثبت سره، په هېواد کې د کورونا ویروس ټولیز شمېر ۵۲ زره او ۳۳۰ تنو ته ورسېد.

په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې په کابل کې ۳۶، هرات کې ۵۴، کندهار کې ۳، بلخ کې ۲، ننګرهار کې۳، تخار کې ۲۲، پکتیا کې ۴، کندوز کې ۴، پروان کې ۲، نیمروز کې ۶، بدخشان کې ۳، لوګر کې ۳، کونړ کې ۷، فراه  کې۹، زابل کې ۴، فاریاب کې ۲، پکتیکا کې ۳ او سرپل کې ۶ پېښې ثبت شوې دي.

د کورونا ویروس له امله په هېواد کې د مړو شویو شمېر هم  ۲۱۸۹ تنو ته رسېږي او د روغو شویو شمېر هم ۴۱ زره او ۸۰۱ تنو ته رسېدلی دی.

په ټوله نړۍ کې څه باندې ۸۱ مېلیونه او ۳۳۸ تنه په دغه ویروس ککړ شوي دي او څه باندې یو مېلیون او ۷۷۵ تنه نور مړه شوي دي.

شریک یي کړئ