د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله ۱۳ تنه مړه شوي دي.
دغه مالومات چې نن(دوشنبې د مرغومې په ۲۲مه نېټه) ره رسنیو سره شریک شوي، ښیې چې یاده موده کې د کرونا ویروس ۴۶ مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي.
د شمېرو له مخې تېره شپه ورځ کې ۱۸۸۶ د کرونا مشکوکې نښې کتل شوې دي.
له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښېو شمېر ۵۳ زره او ۵۸۴ ته رسیږي چې له ډلې یې ۸۵۸۸ فعاله دي.
تازه پېښې ۱۱ کابل، ۸ هرات، ۲ بلخ، ۸ تخار، ۱پکتیا، ۱ دایکندي، ۲ غزني، ۳ بادغیس، ۳ بدخشان، ۲ لوګر، ۱ ۱ میدان وردګ، ۲ خوست او ۲ هم په پکتیکا ولایت کې ثبت شوې دي.
تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۲۳۰۱ تنه مړه شوي دي.