Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند له افغانستان سره د کورونا ویروس ۵۰۰ زره دوزه واکسین مرسته کوي

د عامي روغتیا وزارت وايي چې هند د یوه هندي شرکت د کورونا ویروس ۵۰۰ زره دوزه واکسین افغانستان ته لېږدوي او اوس دغه واکسین د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا د تایید په تمه دي چې افغانستان ته راوړل شي.

دغه وزارت وايي چې د واکسین دغه ډوزونه تر راتلوونکو لسو ورځو پوري افغانستان ته رسېږي او ۲۵۰ زره کسانو ته به ورکړل شي.

حکومت غواړي چې تر شپږو نورو میاشتو پورې د هېواد شل سلنه وګړي د کورونا ویروس پر وړاندې واکسین شي او هېوادونو او سازمانونه په دې برخه کې د ی ۱۱۲مېلیون ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.
 
د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح وویل:«تر هغې ورځې چې د هندوستان واکسینونه راورسېږي، د هغه تصدیق هم رارسېږي. له هغې وروسته چې د هغه تصدیق راورسېد له رسنیو سره یې شریکوو. له هغې وروسته د هغه تطبیق پیل وو چې دا واکسین د دوست هېواد هندوستان د افغانستان لپاره دی.»

حکومت وایي چې په لومړي ګام کې به روغتیايي کارکوونکي ، د لوړ عمر کسان، امنتي ځواکونه او د پوهنې او رسنیو د برخو کارکوونکي به واکسین شي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د پلان او پالیسۍ مرستیال بشیر نورمل وايي:«کابو ۱۶ مېلیونه دوزه واکسین د یوې ادارې له لارې چې د کوواکس فسیلیټي یادېږي د هغه له لارې به ترلاسه شي چې اته مېلیونه هېوادوالو ته به کفایت وکړي.»

بل خوا د عامې روغتیا وزارت وایي چې د کورونا وېروس د دویمې څپې پېښې مخ پر کمېدو دي.
 
د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیاله معصومه جعفري څرګندوي:«په خپله د کورونا ویروس کړکېچ زموږ لپاره د یوې موکې په توګه و چې موږ وکړای شول د لابراتوارونو د تشخیص د ظرفیت به برخه کې وضعیت ښه کړو او پلان همدا دی چې تر جون میاشتې وکړای شو د افغانستان په څلور دېرشو ولایتونو کې د کووېډ نولس د تشخیص لابراتوارونه ولرو.»

بل خوا اروپايي ټولنې نن په افغانستان کې له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د هېواد له عامې روغتیا وزارت سره پنځه دېرش مېلیونه یورو مرسته وکړه.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر انډرس وان برنټ وویل:«کورونا وېروس یوازینۍ هغه ستونزه نه ده چې افغانان ورسره مخ دي . خو دا هم باید په ډاګه کړو چې دا ویروس په کومه کچه خطرناک دی او ورسره مبارزه څومره حیاتي ده.»

تر اوسه د نړۍ نږدې ۵۰ هېوادونو د کورونا واکسین ترلاسه کړی دی. تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان نیوکه کړې ده چې که څه هم په بډایو هېواونو کې ان ځوانانو ته واکسین رسېږي؛ خو په بې وزلو هېوادونو کې بوډا کسان د کورونا ویروس له جدي خطر سره مخ دي او هغوی ته واکسین برابر شوی نه دی.
 
شریک یي کړئ