د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی دی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په افغانستان کې د کورونا ویروس یوازې پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت د شمېرو پربنسټ، په دغې موده کې د کورونا ویروس دوه اخته کسان مړه شوي هم دي او ۹ تنه نور بیا بېرته روغ شوي دي.
نوې مثبتې پېښې په کابل، هرات او غزني ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د مړینې دوه پېښې هم په نیمروز او خوست ولایتونو کې ثبت شوې دي.
له دغو شمېرو سره، په افغانستان کې د کووېد نولس ناروغانو ټولیز شمېر ۵۵ زره او ۳۳۵ تنو او د مړو شویو کسانو شمېر هم ۲۴۱۰ تنو ته رسېدلی دی.
له دې ډلې ۴۸ زره او ۲۷ تنه بېرته روغ شوي دي.
په دې اړه مو اندونه