Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورونا د مثبتو پېښو د زیاتوالي په هکله د روغتیا وزارت اندېښنې

عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو او له امله یې د مړه شویو کسانو په شمېر کې د ډېروالي له امله اندېښمن دی.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې په تېرو ۷ ورځو کې څه باندې ۴۰۰ کسان پر کووېډ۱۹ ناروغۍ اخته شوي او ۱۱تنه مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې، په هېواد کې د کورونا ویروس تازه ډول هم د خپرېدو په حال کې دی او که چېرې روغتیايي سپارښتنو ته په جدي توګه پامرنه ونه شي؛ نو ښايي د دغه ویروس له امله د ناروغانو شمېر یو ځل بیا لوړ شي.

د دغه وزارت چارواکي وایي د تېرې روژې تجروبو ښودلې چې په روژه کې د ګڼې ګوڼې د زیاتېدو له کبله پر کورونا د اخته کېدو خطر هم ډېرېږي.
  
د پلازمینې یو شمېر اوسېدونکي هم وایي چې په وروستیو کې د کورونا ویروس د ناروغۍ نښې په زیاتېدو دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې له تېرې یکشنبې راهیسې د روانې اوونۍ تر شنبې پورې په هېواد کې د کورونا ویروس ۴۰۱ مثبتې پېښې ثبت شوي او دا راز په دې اوونۍ کې د کوویډ نولس ۱۱ ناروغان مړه شوي دي.

خو د دغه وزارت چارواکي دا هم مني چې ښایي د دغې ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو اصلي شمېر تر رسمي شمېرو زیاتې وي. 
 
د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، له پیله بیا تر اوسه په افغانستان کې پر کورونا د اخته شویو کسانو ټول شمېر شاوخوا ۵۷ زره تنه ښودل شوی چې له منځه یې ۲۵۰۰ تنه مړه شوي او۵۲ زره تنه بېرته روغ شوي دي.
 
شریک یي کړئ